د نایجریا غبرګو چاودنو ۱۱۸ کسان وژلي

نایجریا د انځور حقوق AFP
Image caption لومړۍ چاودنه له ګڼې ګوڼې په یوه ډک بازار کې شوې.

د نایجریا مرکزي جوس ښار د خلکو یوې ګڼې ګوڼې په یوه بازار کې د دوو چاودنو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱۸ ته رسېدلی دی.

لومړۍ چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې په یوه بازار کې وشوه، خو دویمه پرله پسې چاودنه یوه روغتون ته څېرمه وشوه.

تر اوسه ددغو بریدونو پړه چا نه ده منلې، خو تر ډېره د دا ډول بریدونو د پړې ګوته د بوکو حرام سخت دریځې ډلې ته نیول کېږي.

یوه سیمه ییز چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: "زیاتره قربانیان ښځې دي، د وژل شویو شمېر ۱۱۸ ته رسېدلی، خو د قربانیانو د شمېر د ډېرېدو امکان شته، ځکه چې ځینې کسان تر کنډوالو لاندې دي".

وړاندې پولیسو په دې بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۴۶ ښودلی و.

"وسله والې نښتې"

خبریال حسن ابراهیم بي بي سي ته ویلي، د ښار روغتون ته یې لږترلږه د ۴۰ لېږدول کېدونکو کسانو مړي لیدلي.

دی زیاتوي، چې په سیمه کې تر چاودنو وروسته اندېښنه او وېره ډېره شوې ده، او ځینو ځوانانو لارې هم بندې کړې دي.

جوس ښار وړاندې هم د اسلامپالو وسله والو او مسیحي ډلو ترمنځ د نښتو او وژنو شاهد و.

خو د بوکو حرام په نامه سخت دریځې ډلې هلته ډېر بریدونه کړي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر اوسه د دغو بریدونو پړه چا نه ده منلې.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د چاودنې پرمهال بازار کې د خلګو ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وه.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر چاودنې وروسته هټیوالو خپل مالونه راوایستل.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شاید د وژل شویو شمېر ډېر شي.

په شمالي "کانو" ښار کې د تېرې دوشنبې په ورځ یوه ځانمرګي برید لږترلږه د څلورو کسانو ژوند واخیست.

د پوځ یوه ویاند فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، په یوه کوچني موټر کې او یوه لارۍ کې دوه بمونه ځای پرځای شوي وو.

جوس ښار، چې د نایجریا شمالي برخه جنوبي هغې بېلوي، تر ډېره یې اوسېدونکي مسلمانان دي، خو په جنوب کې بیا ډېری اوسېدونکي عیسویان دي.

د ویلو ده چې د بوکو حرام اورپکې ډلې په لاس د روان کار په اوږدو کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي، خو حکومت وايي، بورنو ښار کې یې دغه اورپکي بېرت خپلو ځالو ته په شاتګ اړایستلي دي.

ورته مطالب