نواز شریف د مودي لوړې مراسمو ته بلل شوی

نواز شریف د انځور حقوق AFP
Image caption شنونکي وايي، شاید نواز شریف د هند بلنه ونه مني.

د هند نوي ټاکل شوي لومړي وزیر، نرېندرا مودي د سوېلي اسیا د نورو مشرانو ترڅنګ د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف هم د دوشنبې په ورځ د خپلې لوړې مراسمو ته وربللی دی.

دغه بې ساري عمل ته د دوستۍ اشارې په سترګه کتل کېږي.

له دې مخکې ښاغلي مودي په ګجرات ایالت کې، چې دی پکې ۱۲ کاله مشر ایالتي وزیر و، له استعفا سره وروستۍ وینا وکړه.

نرېندر مودي خپل بهارتیه جنتا ګوند په ټولټاکنو کې چورلټې بریا ته ورساوه.

دا لومړی ځل دی، چې پاکستانی مشر د هند دغه ډول مراسمو ته بلل کېږي.

د هند د نوي لومړي وزیر د لوړې په مراسمو کې به د سوېلي اسیا د سیمه ییزو همکاریو د سازمان (سارک) مشران هم د مېلمنو په توګه ګډون وکړي.

په پام کې ده، چې ښاغلی مودي د روانې مې پر ۲۶ د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.

پایلې ښيي، چې د مودي ګوند بي جې پي د هند په تېرو ۳۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره لویه بریا خپله کړه، او پارلمان کې یې په ستره کچه څوکۍ وګټلې.

سخت ګاونډی

نرېندرا مودي به د هند د کورني امنیت پر مسائلو سربېره په سیمه ییز کچه له امنیتي ستونزو سره مخامخ شي، چې د څارونکو په وینا، له ګاونډي پاکستان سره به د کلونو ستونزې ته د یوې معقولې حل لارې په لټه کې شي.

خو خبریالان وايي، د هغه چورلټه بیا د دې ښکارندويي کوي، چې د هند د مخکنیو چارواکو له سیاست په توپیر سره له پاکستان سره اړیکي نارمل وساتي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نرېندرا مودي خپل بهارتیه جنتا ګوند په ټولټاکنو کې چورلټې بریا ته ورساوه.

په نوي ډیلي کې د پاکستان عالي کمېشنرۍ ویلي، تر اوسه یې هند ته د ښاغلي شریف بلنلیک نه دی ترلاسه کړی، خو شنونکي وايي شاید شریف د نه ګډون کولو پرېکړه وکړي.

خو ښکاري چې هند وار له مخه له پاکستان سره د نېکو اړیکو وړاندیز کړی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ د ۱۹۴۷ کال د خپلواکۍ له کال وروسته درې ځلې جګړه شوې ده.

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي په ۲۰۰۸ کال پر ممبۍ تر خونړي برید وروسته هغه مهال ترینګلي شول، چې په دې برید کې ۱۶۶ کسان ووژل شول.

دغه برید د پاکستاني وسله والو له خوا شوی و.

د هند مخکني لومړي وزیر منموهن سینګ د واکمنۍ پرمهال د دواړو هېوادونو اړیکي یوڅه ښه شوي وو، خو لاهم په کشمیر کې ډېر کله د دواړو هېوادونو سرتېري یو او بل ته ګوتې پر ماشه شي.

ورته مطالب