د چین اورومچي کې چاودنو ۳۱ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption په اورومچي کې اویغوري لږکي مسلمانان وايي، چې د هان چینایان او مرکزي حکومت ډېر زور زیاتی ورسره کوي او له حقونو یې بې برخې کړي دي.

د چین شمال لوېديځ سینکیانګ ایالت مرکز اورومچي په یوه بازار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چوول شوی، چې لږترلږه ۳۱ کسان یې وژلي دي.

تر ۹۰ ډېر کسان په برید کې ژول شوي دي.

د چین رسمي خبري اژانس شینخوا ویلي یو موټر د ګهیځ پر پنځو بجو چوول شوی.

سرچینې د عیني شاهدانو له قوله ویلي، یو موټر په یوه سرلوڅي بازار کې چوول شوی، او دویم موټر نیول شوی دی.

عیني شاهدان وايي، هلته یې د نورو چاودنو غږونه هم اورېدلي.

چین د وروستیو میاشتو د بریدونو پړه د اویغور پر بېلتون غوښتونکو اچولې ده.

په اویغور کې لږکي اوسېدونکي اویغوري مسلمانان دي.

تېره میاشت، د اورومچي د موټرو په یوه تمځي کې چاودنې لږترلږه درې کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

چین د دغه برید پړه پر اویغوري بېلتون غوښتونکو واچوله.

په اورومچي کې اویغوري لږکي مسلمانان وايي، د هان چینایان او مرکزي حکومت ډېر زور زیاتی ورسره کوي او له حقونو یې بې برخې کړي دي.

د سینکیانګ مرکز اورومچي کې د اویغور مسلمانانو او هان چینايي قومي خلکو ترمنځ نښتو کې نژدې دوه سوه کسان ووژل شول.

په دغه ولایت کې اویغوري مسلمانان –چې تر ډېره ترکي ژبه وايي- حکومت د دوی پر هر راز مذهبي، کلتوري او ژبنیزو فعالیتونو بندیز لګولی.

خو بیجینګ ادعا کوي، چې اویغوریانو ته یې پراخې ازادۍ ورکړې، بلکې په وینا یې له خپل مور هېواده د جلا کولو په پلمه له "سخت دریځۍ" ګټه اخلي.

ورته مطالب