د تایلند کودتاچي مشر سیاستوال وربللي

د انځور حقوق Reuters
Image caption پوځ همداشان پر ۱۵۵ سیاستوالو د سیاسي فعالیت کولو او بهر ته د تګ بندیز لګولی دی.

د تایلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیره یانګلوک شیناواترا یوه پوځي مرکز ته ورغوښتل شوې. بل لور ته پر ۱۵۵ کسانو له هېواده بهر پر تګ بندیز لګېدلی دی.

د تایلنډ لرې کړل شوې مشره یانګلوک شیناواترا په بنګکاک کې یوه پوځي مرکز ته غوښتل شوې ده.

له دې تر هغې یوې ورځې وروسته پوښتنې ګروېږنې کېږي چې پوځ د کودتاه له لارې واک تر ګوتو کړ.

مېرمن يانګلوک د هغو سلو کسانو په ډله کې دی چې پوځ وربللي دي. پوځ همداشان پر ۱۵۵ سیاستوالو د سیاسي فعالیت کولو او بهر ته د تګ بندیز لګولی دی.

د پنجشنبې په ورځ پوځ اساسي قانون وځنډاوه او پر غونډو یې بندیز ولګاوه.

پوځ وایي دا ګام يې تر میاشتینۍ ګډوډۍ وروسته، د نظم د بیا ټینګولو له پاره پورته کړی دی.

لکه چې له بنګکاکه د بي بي سي خبریال جونا فیشر لیکي، د جمعې په ورځ مېرمن یانګلوک له یوه پوځي مرکزه بل ته لېږدول شوې ده.

د بي بي سي د خبریال په وینا لا هم نه ده څرګنده چې هغه لا هم بندي ده اوکنه؟ تېره شپه د هغې د فیو تای ګوند، او د حکومت مخالف دموکرات ګوند مشران له پوځي بنديخانې خوشي شوي دي.

خو ویل کېږي چې د لاریونیانو ځينې مشران لا هم په زندان کې دي او ځېنې حکومت پلوه پارلماني وکیلان پټ شوي دي.

تایلنډ له څه مودې راهیسې له یوه سیاسي بحران سره مخامخ دی. مخالف ګوندونه غوښتنه کوي، چې باید چارې یوه غیر ټاکل شوي حکومت ته وسپارل شي.

د هېواد د قانون له مخې پوځ کولای شي، په کړکېچن حالت کې مداخله وکړي.تایلنډ کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د حکومت او مخالفینو ترمنځ کړکېچ روان دی.

د حکومت ضد لاریونيانو له ټاکنو سره مخالفت ښوولی او وايي پوځي قانون به يې د حکومت پر ضد د مبارزې مخنیوی ونه کړي.

د سې شنبې پر ورځ ( د می ۲۰مه) د دغه هېواد پوځ له میاشتو سیاسي تاوتریخوالو وروسته په دغه هېواد کې پوځي قانون (مارشلا) اعلان کړه.

د پلازمینې بنکاک په ګډون یې یو شمېر مهمو سمیو اضافي سرتېري استولې دي.

ورته مطالب