بلجيم کې د يهودانو پر موزيم وسلوال بريد شوى

د انځور حقوق Reuters
Image caption "ټولې نښې نښانې يوۀ يهود ضد بريد ته گوته نيسي."

د بلجيم په پلازمېنه بروسلز کې يوۀ وسلوال وگړي د يهودانو په يوۀ موزيم کې درې کسان په ډزو وژلي دي.

په قربانيانو کې يوه ښځه او دوه نارينه دي.

د بېړنيو خدمتونو اداره وايي په پېښه کې يو بل کس بيا سخت ټپي شوى دى.

د بلجيم په رسنيو کې خپاره شوي رپوټونه وايي بريد گر خپل گاډى د موزيم مخې ته ودراوۀ، له گاډي کوز شو، د موزيم په ورۀ کې يې پر شته وگړو ډزې وکړې، بېرته خپل گاډي ته ستون شو او په چټکې له سيمې ووت.

د بلجيم د بهرنيو چارو وزير ډيډير رېنډرز، يو له هغو لومړنيو کسانو چې د پېښې ځاى ته ورغلى، وايي بريد هېښ کړى دى.

هغه وويل "ما د ډزو غږونه واورېدل، په بېړه دلته راغلم، او مړي مې وليدل چې پر مځکې پراته و."

رپوټونه وايي لږ تر لږه يوۀ عيني شاهد ښايي د گاډي نمبر پلېټ يادښت کړى او پوليسو ته يې ورکړى وي.

د بروسلز ښاروال يوان ميور وويل ٣ سړي او يوه مېرمن، په يوه پېښه کې چې د دۀ په آند ښايي ترهگريزه کړنه وي گېر پاتې دي.

ښاغلي ميور وويل "دا په څرگنده خورا ډېره جدي پېښه ده."

د نوموړي له خوله ويل شوي چې د يهودانو پر دغه موزيم دغه بريد تصادفي پېښه نه ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption په بلجيم کې شاوخوا ٤٢٠٠٠ يهودان مېشت دي چې نيمايي په پلازمېنه کې ژوند کوي.

يوۀ عيني شاهد د فرانسې خبرې آژانس ته ويلي چې د موزيم په دهليز کې يې دوه جسدونه ليدلي دي.

هغه وويل "يوه ځوانه مېرمنه وه او سر يې په وينو پوښلى و، په لاس کې يې يو کتابگوټى و، سيلانۍ برېښېده."

د بلجيم د کورنيو چارو وزير جول ملکېت وويل ټولې نښې نښانې يوۀ يهود ضد بريد ته گوته نيسي.

په بلجيم کې شاوخوا ٤٢٠٠٠ يهودان مېشت دي چې نيمايي په پلازمېنه کې ژوند کوي.

په دغه هېواد کې د يهودانو د ټولنې مشر جولين کلېنر هم په دې سلا دى چې د بريد موخه ښايي يوه يهود ضد کړنه وي "دا يو اټکل دى چې د دغه کس موخه په اصل کې موزيم نه بلکې د يهود ټکى و."

له ډزو وروسته د ارواحي ټکان له امله هم د يو شمېر وگړو درملنه وشوه.

د بلجيم لومړي وزير "اليو دي روپو" د پېښې په تړاو خواشيني او د قربانيانو له کورنيو سره يې خپل ملاتړ څرگنده کړى دى.

ورته مطالب