د برتانیا دملکې په ژوند جوړه شوې ډرامه

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا ډرامه د برتانیا ملکې الزابت د ژوند نه په تاثر جوړه شوې

د برتانیا انلاین ویډیويي ویبپاڼې نېټ فلیکس د یو میلیارد ډالرو په لګښت لومړۍ برتانوي ډرامه" د کراون " چمتو کوي. دا ډرامه د برتانیا ملکې الزابت د ژوند نه په تاثر جوړه شوې. په ۲۰۰۶ کال کې، د کوئين، نومي فلم کیسې لیکوال پېټر مورګن له ډایریکټر سټیفن ډالډری سره د دې ډرامې سیناریو لیکلې. نیټ فلیکس له دې مخکې مشهوره امریکايي ډرامه ،هاوس آف کارډز، هم ترتیب کړې وه او دې سره برتانیا کې د هغه سروس پيل شو. رپوټونو کې ویل شوي، فلیکس د دغې ډرامې هرې برخې ته ۵ میلیونه پاونډه لګښت ټاکلی. د نېټ فلیکس اروپايي ویاند جورس ایورز، بي بي سي ته تېره میاشت ویلي و هغه څه چې زموږ مشتریان ډېری ګوري او خوښوي یې هغه ته پام کوو او په هغه کار کوو. سوني ټلویزیون به برتانوي ډارمه،د کراون، خپروي او د دې په اړه له نیټ فلیکس سره تړون ته نژدې شوي دي. بي بي سي او ای ټي وي هم د دې ډرامې خپرولو ته لیوالتیا ښولې. داسې باور کېږي، چې د دې ډرامې سیناریو کې د برتانیا ملکې او یو شمېر لومړي وزیرانو سره د هغې لیدنو او بدلېدونکو سیاسي حالاتو ته ډېره پاملرنه شوې. د کوئين فلم کې ډيم هیلن ته په ۲۰۱۳ کال کې لارنس اولیور جایزو کې د غوره هنرمندې جایزه ورکړله شوه. له دې مخکې ډیم هیلن ته د کوئین فلم کې د غوره رول لوبولو له کبله د اسکار، بافټا او ګولډن ګلوب جایزې ورکړلې شوې دي.

ورته مطالب