ایمبیسیډر ګاډي نور نه جوړیږي

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه ګاډی د ۱۹۵۰ لسیزې په اوږدو کې لومړی ځل بازار ته وړاندې شو.

هند کې لسیزې وروسته ایمبیسیډر ګاډي جوړونکي کمپنۍ د دغه ګاډي تولید بندوي.

د دغې کمپنۍ جوړ شوي موټر تر ډېره وخته د چارواکو او مقاماتو لپاره یو سمبول شمېرل کېده.

د هند تر ټولو پخوانی موټر جوړونکي شرکت هندوستان موټرز وايي، کولکتې ته نژدې کارځای د لږ تولید، زیاتېدونکي پور او تقاضا لږېدو له کبله تړي.

شرکت د لويدیځ بنګال اترپاړ سیمې کارخانې ټول دوه نیم زره کارکونکي له معاش ورکولو پرته رخصت کړي دي.

هندوستان موټرز ممبۍ سوداګرۍ خونې ته په استولي لیک کې ( لږ تولید، ګډوډي او د پور ډېروالی ) د کاربندولو لاملونه بللي.

د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، تولید د نامعلوموې مودې لپاره درول شوی او دې سره باوري شوې، چې کمپنۍ نه شي کولای ګټه تر لاسه کړي.

دغه ګاډي چې تر ډېره وخته د هندي سړکونو یو سمبول و، د نویو ګاډو له راتګ سره د هرې ورځې په تېرېدو په کاروباري سیالي کې شاته پاتې کېدل.

دغه ګاډي د ۱۹۵۰ لسیزې وروستیو کې بازار ته وړاندې شو، چې د برتانوي ګاډي مورس اکسفرډ په بڼه جوړ شوی و.

له پنځو لسیزو وروسته هم د نوموړي ګاډي بڼه هماغسې وه، چې په لومړي سر کې وه.

دغه ګاډي معمولاً د هندي سیاستوالو او چارواکو له لوري کارول کېده. ۲۰۰۱ کال کې سخت دریځو له همدې کبله پر هندي پارلمان د برید لپاره همدغه ګاډي کاروولي وو.

ورته مطالب