پیټرو پروشینکو د اوکراین ټاکنو ګټونکی بلل کېږي

د انځور حقوق n
Image caption له اروپا سره به اړیکې لا پراخې کړو او سوله به راولو. پروشینکو

په اوکراین کې له شمېرل شویو رایو ښکاري، چې د خوږو د کاروبار یوه ستر پانګوال پیترو پوروشینکو د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د کابو شپږ پنځوس سلنې رایو په تر لاسه کولو بری خپل کړی دی. ټاکل شوې، چې د دغو ټاکنو رسمي پایلې نن دوشنبه ( ۲۶ مې ) اعلان شي. ښاغلي پوروشینکو ویلي، چې د ده موخه په هېواد کې د جګړې ختمول او د سولې پر ځای کول دي. نوموړي ویلي، چې غواړي سیمې ته د ټیکاو راوستو په موخه له روسیې سره ګډ کار وکړي:

' زما په اند ښه به دا وي چې موږ ژر تر ژره سره کېنو او یوه تګلاره جوړه کړو . دا به د اوکراین د ولس تر څنګ د روسیې د خلکو لپاره هم ډېره ښه وي، ځکه هغوی د کریمیا د پېښې له کبله له کړاو سره مخامخ شوي دي. موږ باید په دې اړه په ګډه کار وکړو او زه ډاډه یم چې په دې لاره کې به له خنډونو سره نه مخامخ کېږو.'

د خپلې بریا د اعلان پر مهال دغه ۴۸ کلن کاندید او پېژندل شوی سودا ګر وویل، چې له اروپا سره به اړیکې لا پراخې کړي او سوله به راولي. د اوکراین په ختیځ کې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو چې د ولسمشرۍ ټاکنو مخالف وو، د ټاکنو ګډوډولو ګواښونه یې کړي و. دا وروستیو کې په اوکراین کې د حکومت او یاغیانو ترمنځ روانو شخړو او له یاغیانو سره جګړو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي. د دغه هېواد په ختیځو سیمو دونیڅک او لوهانسک کې شخړو ټاکنې اود ټاکنو چمتوالی ډېر اغیزمن کړي و او په دې سیمو کې هېڅ مرکز هم د رایو ورکوونکو پر مخ نه و پرانیستل شوی. د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر وېکټریانو کوویچ د مخالفانو له پراخو لاریونونو وروسته اړ شو، چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

ورته مطالب