هند کې د اورګاډي اوښتو له امله د درنې مرګ ژوبلې وېره ده

Image caption هند کې له دې مخکې هم د ریل ګاډي خونړۍ پېښې رامنځه شوې دي.

د هند په شمالي اترپردېش ایالت کې د ریل ګاډي یوه پېښه کې لږ تر لږه د ۲۰ کسانو وژل کېدو په اړه اندېښنه څرګندیږي.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو عیني شاهدان وايي، لا هم یوه شمېر کسان د ریل ګاډي په اوښتو واګنونو کې ایسار پاتې دي.

د چارواکو په وینا له ګورکپور نه هریانه ایالت کې حصار سیمې ته پر لاره ګورکدهام ایکسپریس نومي ګاډي شپږ واګنونه له پټلې وغورځېدل او وروسته له یوه باروړونکي ګاډي سره ټکر شو.

بل لور ته د هندوستان نوي ټاکل شوي لومړي وزیر نرېندرا مودي، چې نن ماښام یې د لوړې مراسم ترسره کېږی، د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې پیغام لیکلی:

د ګورکداهام ایکسپریس په پېښه کې د وژل شویو کسانو خپلوانو لپاره زما له لوري خواخوږي او ټپیانو لپاره دوعاووې.

لکنوو کې خبریال اتل چندرا ته د شمال ختیځ ریلوې ادارې ویاند الوک کمار سینګ پېښه کې د څلورو کسانو وژل کېدل منلي دي.

د نوموړي په وینا د ریل ګاډي څلور واګنونه له پټلۍ کوز شوي دي.

د ویاند په خبره د پېښې ځای ته د مرستندویانو لېږدولو لپاره ځانګړی ریل ګاډي لېږل شوی دی.

د ریل ګاډي ادارې اړوند زون ټول چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي او د ژغورنې او مرستو فعالیتونه دوام لري.

د نوموړي په وینا ټول ټپیان د خلیل اباد سیمې روغتون ته لېږدول شوي دي.

هند کې د ریل ګاډو پېښې معمول دی.

تېر کال د دغه هېواد په بهار ایالت کې د ریل یوه پېښه کې ۳۵ کسان ووژل شول.

ورته مطالب