پاکستانۍ محکمې مخکې یوه ښځه ووژل شوه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پولیس وايي د فرزانې د ژغورلو هڅه یې وکړه خو ونه توانېدل.

د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د کورنې غړو یوه نجلۍ په خپله خوښه واده کولو له کبله د یوې محکمې وړاندې په کاڼو ویشتې او وژلې ده.

په فیصل آباد ولسوالې کې د جړانواله کلي اوسیدونکې ۳۰ کلنه فرزانه څه موده وړاندې له کوره وتلې وه او د اقبال په نامه یو کس سره یې په خپله خوښه واده کړې و.

پولیس وایي چې فرزانه له خپل میړه سره د لاهور عالي محکمې ته ورغلې وه چې د محکمې په لویه دروازه یې ورور او د ماما زوی چې له هغه سره یې کوژدن هم شوې وه، له وړاندې موجود وو او فرزانه یې په سر په کانو وویشته او ځای په ځای یې مړه کړه.

د پولیس افسر عمرچیما وویل چې پولیسو د فرزانې د ژغورلو هڅه وکړه خو له برید کوونکو سره ځینې وسله وال هم وو چې د پولیس مخه یې ونیوله او کله چې پولیسو له هغوی نه وسله واخېسته نو فرزانې ساه ورکړې وه.

د پولیس افسر ویل داسې ښکاري چې برید کوونکي دوی پسې له کلي نه راغلي وو او له ځان سره یې وسله راوړې وه چې نور کسان هم پرې ووژنې خو پولیسو دغه پلان شنډ کړ.

پولیسو د فرزانې پلار نیولی او نور برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

له کوره د فرزانې تر ورکېدو وروسته د هغې د کورنۍ غړو له پولیسو سره د تښتول کېدو قضیه راجستر کړې وه خو فرزانې پولیسو ته په خپل بیان کې ویلي و چې په خپله خوښه یې واده کړی دی.

د فرزانې خاوند محکمې کې عریضه کړې وه چې پولیس دې د ده پرضد قضیه ختمه کړی.

هغه په همدې لړ کې محکمې ته ورغلی و چې پر ښځې یې حمله وشوه او ووژل شوه.

ورته مطالب