"د هند پر قونسلګرۍ برید لشکر طیبه کړی"

Image caption لشکر طیبه ډلې نه یوازې په دغه برید کې لاس لرل رد کړي بلکې هغه یې غندلی هم دی.

افغان حکومت هرات ولایت کې د هندوستان پر قونسلگرۍ د تېرې اوونۍ بريد پړه پاکستان کې ميشتې د لشکر طيبه پر ډلې اچولې ده.

ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ ډيلي کې د هندوستان له يوې تلويزيونې شبکې سره د خبرو پر مهال دغه پړه پر لشکر طيبه ډلې واچوله.

ښاغلي کرزي وويل "د لويديځو څارگرو ادارو له خوا موږ ته د راکړل شویو معلوماتو له مخې دغه بريد کوونکي په لشکر طيبه پورې تړلي وو."

د تېرې جمعې په ورځ د هرات ښار په زړه کې د هندوستان پر قونسلگرۍ دا بريد وشو.

برید څو ساعته دوام وکړ خو د قونسلگرۍ مامورينو ته په کې کوم زيان وانه وښت.

خو لشکرطيبه ډلې په دغه بريد کې د ښکلتيا د ردولو ترڅنگ دغه برید غندلى هم دى.

د هند نوي لومړي وزير نارېندرا مودي پر خپله ټويټر پاڼه کې دغه بريد وغانده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په وينا بريد کې ښکيل ټول څلور بريدگر ووژل شول او يوازې دوه پوليس سربيرن ژوبل شول.

د ځينو شنونکو په وينا د هرات په ښار کې د هند پر قونسلگرۍ دغه وروستى بريد افغانستان کې داسلام آباد او ډيلي د سياليو او دښمنيو يوه بله څرگنده نښه ده.

تېرو ۱۲ کلونو کې کابل کې د هند پرسفارت، هندي کار کوونکو او انجينرانو هم بريدونه شوي دي چې مسوولیت يې وسله والو طالبانو منلی دی.

خو افغان او هندي چارواکو تل ادعا کړې چې پاکستان کې ميشتې اورپکې ډلې او د پاکستان استخبارات په دغو بريدونو کې لاس لري.

هغه څه چې اسلام آباد يې تل ردوي.

هند سيمه کې د افغانستان يو لوى دوست بلل کېږي چې تېرو ۱۲ کلونو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره يې سترې مالي مرستې کړي دي آن وروستيو کې يې دا هم ويلي چې د افغان افسرانو پر روزنې سربيره افغان امنيتي ځواکونو ته به د پوځي وسايلو او تجيهزاتو په برابرولو کې هم مرسته کوي.

کابل د ډيلي دغه هڅې او همکارۍ ستايي خو اسلام آباد بيا دا ورځ تربلې افغانستان کې د هند د نفوذ پراخېدل بولي او دې ټولو ته د شک په سترگه گوري.

ښاغلی کرزى د سوېلي آسيا د هېوادونو لومړى مشر و چې د هند له نوي لومړي وزير نارېندرا مودي سره یې د سې شنبې په سهار (غبرګولي په شپږمه) ولیدل.

ورته مطالب