امریکایانو ته له لیبیا د "سم لاسي" وتلو امر شوی

لیبیا د انځور حقوق Reuters
Image caption په بنغازي کې د "د شریعت انصار" یوې اسلامپالې ډلې امریکا ته خبرداری ورکړی و، که چېرې له لاسوهنې ډډه ونه کړي، "د سومالیا، عراق او افغانستان" په برخلیک اخته شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لیبیا کې امریکايي وګړو ته د "سم لاسي" وتلو امر کړی دی.

امریکا وايي، دا کار یې په لیبیا کې د بې ثباتۍ او هغه وضعیت رامنځ ته کېدو له کبله کړی، چې له وړاندې یې په اړه څه نه شي ویلی.

وزارت په لیبیا کې امنیتي وضعیت ناسم ګڼلی دی.

وړاندې امریکا سیمې ته د اوبو/وچې د یوې برید کوونکې بېړۍ د استولو هوډ کړی و، چې له لیبیا څخه د امریکا د سفارت کارکوونکي ولېږدوي.

داسې وېره شته، چې په لیبیا کې د متقاعد یوه اورپکي خلیفه حفتر او اسلامپالو ملېشو ترمنځ په بنغازي ښار کې تر خونړیو نښتو وروسته وضعیت لاپسې کړکېچن شي.

په بنغازي کې د "د شریعت انصار" یوې اسلامپالې ډلې امریکا ته خبرداری ورکړی و، که چېرې له لاسوهنې ډډه ونه کړي، "د سومالیا، عراق او افغانستان" په برخلیک اخته شي.

په بنغازي کې د دغې ډلې مشر محمد الزهاوي امریکايي حکومت د حفتر په ملاتړ تورن کړی دی.

اټکل دی، چې دغې ډلې د ۲۰۱۲ د سپتمبر پرمهال په بنغازي کې پر امریکايي کونسلګرۍ برید کړی وي، چې سفیر او درې نور امریکایان پکې ووژل شول.

د امریکا متحده ایالتونو، برتانیا، فرانسې، جرمني او ایټایا څو ورځې مخکې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، چې لیبیا "په دوه لاري کې پرته ده".

اعلامیې په لیبیا کې په سوله ییز ډول د سیاسي لېږد غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب