د سوېلي کوریا روغتون کې اور ۲۱ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption پېښه له پلازمېنې سیول نه نژدې ۳۰۰ کیلومتره لیرې د جانسیونګ د بوډاګانو د ساتنې په یوه ځای کې رامنځ ته شوې ده.

د سوېلي کوریا په یوه کلیوال روغتون کې اورلګېدنې لږ تر لږه یویشت کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

ویل کېږي، چې په ټپیانو کې د ځینو حالت نازک دی.

د سوېل لوېدیځ ولایت جیولا په دغه روغتون کې نیمه شپه لګېدلی دغه اور په چټکۍ سره د اوروژونکو لخوا مړ شوی.

د اور وژنې د سیمه ییزې ادارې مشر لي مینهو وویل، د پېښې ډېری قربانیان پېژندل شوي دي:

''موږ اته ویشت ټپیان روغتون ته لېږدولي او د مړو شمېر یویشت دی. په ټپیانو کې د شپږو تنو روغتیايي حالت سخت دی او یو تن پکې برسېرن دی. څلور دېرش کسان په یوه پوړ کې وو، چې شپږ ویشت یې موندل شوي او پېژندل شوي او دوه نور لا نه دي پېژندل شوي''.

پېښه له پلازمېنې سیول نه نژدې ۳۰۰ کیلومتره لیرې د جانسیونګ د بوډاګانو د ساتنې په یوه ځای کې رامنځ ته شوې ده.

د وژل شویو کسانو عمرونه د اویا او اتیا کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

چارواکي وايي، که څه هم اور په نیم ساعت کې کنټرول شو، خو زیاتره کسان د زهرجن ګاز د تېرولو له کبله مړه شول.

سیمه ییز پولیس وايي، د بوډاګانو د ساتنې یو ۸۱ کلن بوډا یې د اور لګېدو ځای ته د هغه تر ننوتلو وروسته او په کامره کې تر څرګندېدا وروسته نیولی دی.

اور په سیمه ییز وخت نیمه شپه ولګېد، چې بیا ژر مړ شو.

ځینې خبري رپوټونه وايي، د ودانۍ د درېیم پوړ زیاتره بوډاګان اوسېدونکي د ډېر لوګي له کبله ونه شوای تښتېدلی.

فرانس پرېس خبري اژانس وايي، یوې نرسې د اور وژلو ډېرې هڅې وکړې، خو دا پخپله هم پکې ووژل شوه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ژغورونکي د اور له لګېدو سره سم سیمې ته ورسېدل.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اور وژونکي په روغتون کې د ژوندیو کسانو لټون کوي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چارواکو تر پېښې وروسته د روغتون مخې ته د پاتې راتلو له کبله بښنه وغوښته

ورته مطالب