په مرګ محکومې سودانۍ زندان کې بچی زیږولی

مریم یحیی ابراهیم د انځور حقوق
Image caption مریم په یوه عیسوي کورنۍ کې لویه شوې، مور یې عیسوۍ خو مسلمان پلار یې د هغې د ماشومتوب پرمهال مړ شوی.

"اسلام ته په سپکاوي" د تورنې سودانۍ مېرمنې وکیل وايي، چې موکلې په زندان کې بچی زیږولی دی.

مریم یحیی ابراهیم اسلام ته په سپکاوي بندي شوې وه او د اعدام حکم ورباندې شوی و، چې دا مهال د سودان پلازمېنې خرطوم ته څېرمه په یوه زندان کې بندي ده.

نوموړې له یوه مسیحي سړي سره واده کړی، چې تېره میاشت له مسیحیت نه د نه اوښتو له کبله په اعدام محکومه شوه.

د زندان چارواکو مریم ته د اعدام تر حکم عملي کېدو مخکې د خپل ماشوم د پالنې او روزنې او تي ورکولو اجازه ورکړې ده.

مریم په یوه شرعي محکمه کې په اعدام محکومه شوې ده، د هغې پلار مسلمان و.

سل درې

مریم په سلو درو وهلو هم له دې کبله محکومه شوې، چې د جنوبي سودان له یوه عیسوي سړي سره یې ناوړه جنسي اړیکه نیولې ده او بیا یې دغه سړی مېړه کړی دی.

مریم په یوه عیسوي کورنۍ کې لویه شوې، مور یې عیسوۍ خو مسلمان پلار یې د هغې د ماشومتوب پرمهال مړ شوی.

د بښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۳ کال وویل، چې مریم د زنا په تور نیول شوې، خو بیا په ۲۰۱۴ کال اسلام ته د سپکاوي په تور ونیول شوه.

د تورنې وکیل الشریف علي وايي د تېرې سې شنبې ورځې پر ګهیځ یې موکلې د زندان په اړوند کلینیک کې یوه نجلۍ وزیږوله.

مریم اوس دوه ماشومان لري.

(امنسټي انټرنېشنل) له سوداني چارواکو د مریم ابراهیم د اعدامولو د حکم لغوه کولو غوښتنه کړې او د دې کار لپاره یې تر اوسه د اعدام د لغوه کولو په پلوۍ له ۶۴۰ زرو ډېر لاسلیکونه راغونډ کړي دي.