د ځان پېژندنې اووه کلنه مبارزه

روهیت شېکر د انځور حقوق Getty
Image caption ۳۵ کلن روهیت شېکر په د خپلې بې ګناهۍ له ثبوت سره ویاړمن ولاړ دی.

یوه هندي سړي هغه اووه کلنه قضیه ګټلې، چې نوموړی د یوه وتلي سیاسمتدار ناجایز اولاد ثابتوي. په داسې یوه ټولنه کې، چې بې واده زېږېدلي اولادونه پکې د پلرونو له لوري نه منل کېږي، باور کېږي، چې دغه قضیه به داسې نورو هغو ته هم لاره پرانیسي.

۳۵ کلن روهیت شېکر په د خپلې بې ګناهۍ له ثبوت سره ویاړمن ولاړ دی. نوموړي پاک بې داغه کالي اغوستي او د نوي ډیلي سویلي برخه کې یې د کورشاوخوا کې د منځني عاید اوسېدونکو نښې نښانې څرګندې دي.

هغه په خندا سره وايي، زه به نړۍ کې یوازینی کس یم، چې د ځان ارموني ثابتولو لپاره منډې ترړې کووم. نوموړي اووه کاله د یوه وتلي سیاسمتدار پر ضد قانوني جګړه وکړه.

۸۸ کلن سیاستوال ناراین دت تیواري چې شیکر یې د خپل پلار ثابتولو لپاره مبارزه وکړه، په کانګریس ګوند لپاره یې د خپل ۶۶ کلن سیاسي فعالیت مودې کې د کابېنې پر مهمو پوستونو دنده ترسره کړې.

نوموړی وايي، د هند نارینه واکمني سسټم نه خو ما مني او نه مې هم مور.

داسې باور کېږي، چې ډېر هندي سیاستوال تر اوږدې مودې ناروا اړیکي ساتي، خو معمولاً هند کې پر دغه ډول موضوعګانو ام محضر کې بحثونه نه کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۸۸ کلن سیاسمتدار ناراین دت تیواري چې شیکر یې د خپل پلار ثابتولو لپاره مبارزه وکړه، په کانګریس ګوند لپاره یې د خپل ۶۶ کلن سیاسي فعالیت مودې کې د کابېنې پر مهمو پوستونو دنده ترسره کړې.

دغه راز هندي رسنۍ هم د دغه ډول رپوټونو له خپرولو ډډه کوي.

په هند کې داسې خورا لږ شوي، چې یوه ښځه له واده پرته د اړیکو ساتلو یا اولاد یادونه وکړي. د شیکر موضوع له همدې کبله د شور او زوږ لامل شوه.

د نوموړي په وینا خبره هغه مال پیل شوه، چې دی ۱۵ کلن و. یو مشهور سړی به هغه مال د ده مور لیدو ته ورته، چې دوی د خپل نیکه کره اوسېد.

وايي دغه لیدنې د ګڼو ساتونکو، ډېرو ګاډو د تړلو دراوزو تر شا د ډېرو خبرو سره ملې وې. هغه له لرې دغو لیدونو کې هغه خبرې اورېلې، چې له چیغو او ژړا سره به ملې وي. مور به ډېری وخت ناروغه وه او روغتون ته به د درملنې لپاره لېږدول کېده.

عام محضر کې د زوی په توګه زما د نه منلو موضوع خورا هېښوونکې وه. شیکر وايي په یاد یې دي، چې دغه سړی به د ده په کلیزو کې هم د ده لیدو ته ورته، خو حیران وم، چې دغه سړی مې د مشر ورور لیدو ته ولې نه راته.

نوموړي په دې اړه هغه مهال پوښتنې ګروېږنې پیل کړي، خو وروسته انا هغه مهال پوه کړ، چې دی ۱۵ کلن و. د شیکر مور اجالاشرما د ۷۰ لسیزې اوږد کې له یوه بل زوی سره چې د شیکر مشر ورور دی، د خپل ميړه کور پرېښود او د پلار شیر سینګ کور ته ستنه شوه، چې وتی سیاستمدار و.

هغه له این ډي تیواري سره هغه مهال ولیدل، چې نوی یېې سیاست پیل کړی و او د کورنۍ له دوستانو نه یو و.

له کلونو معاشقې وروسته روهیت وزيږېد، خو تیواري یې د زوی په توګه له منلو انکار وکړ، ځکه د ده په وینا تیواري واده درلود او دا به یې سیاسي فعالیت ته زیانمنونکی کار و.

د انځور حقوق Getty
Image caption د شیکر مور اجالاشرما د ۷۰ لسیزې اوږد کې له یوه بل زوی سره چې د شیکر مشر ورور دی، د خپل ميړه کور پرېښود او د پلار شیر سینګ کور ته ستنه شوه، چې وتی سیاستمدار و.

په هغو اسنادو کې، چې شیکر ته د زېږنتون له لوري ورکړل شوي، پکې ی ېد پلار نوم د هغه د مور پخواني خاوند، بي پي شرما نوم لیکل شوی دی.

شیکر وايي ''کله چې په حقیقت خبر شوم، غوسه شوم او سپکاوی مې محسوس کړ. زما د پلار هغه پرېکړه، چې په عام محضر کې یې د زوی په توګه زه نه منلم، هېښوونکې وه.

زه حیران وم، چې زما مور ته ولې هغه درناوی نه کېږي، چې حق یې درلود. ما تل احساس کاوه، چې موږ ته په کورنۍ کې د مسخرې په سترګه کتل کېدل. د نوموړي همدا غوسه وه، چې دی یې اړ کړ معلومه کړې، چې له چا نه دی او له کومه زاغلی''.

د هند په دودیزه ټولنه کې چې د ټولنیز درناوي لپاره پکې واده کول د درناوي موندلو وسیله ده، د ارموني په توګه ژوند له پیغوره ډک دی.