سوریه کې امریکايي ځانمرګی برید کړی

کراولي (عبدالوحید مجید)
Image caption د روان کال په فبرورۍ کې یوه برتانوي کراولي (عبدالوحید مجید) د لومړي ځل لپاره په سوریه کې ځانمرګی برید وکړ.

امریکايي چارواکي وايي، یوه امریکايي وګړي چې په سوریه کې یې په القاعدې پورې تړلو وسله والو سره کار کاوه، د سوریې په شمال کې ځانمرګی برید کړی دی.

باور کېږي، دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي وګړی دا ډول برید تر سره کوي.

د النصره جبهې په نامه یوې سخت دریځې اسلامپالې ډلې داسې انځورونه خپاره کړي، چې یو سورږېری سړی پکې په داسې حالت کې ښوول کېږي چې یوه پېشو یې په سینې پورې نیولې ده.

دغه سړی د دې ډلې لخوا امریکايي ابو هریره بلل شوی دی.

باور کېږي چې په دغه موټر بم برید کې د بریدګر په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د روان کال په فبرورۍ کې یوه برتانوي کراولي (عبدالوحید مجید) د لومړي ځل لپاره په سوریه کې ځانمرګی برید وکړ.

بل خوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون تایید کړې، چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د زېرمو د ړنګولو لپاره د جون د دېرشمې ضرب الاجل به له مهالوېش سره سم پلی نه شي.

نوموړي په یوه لیک کې ویلي، چې د سوریې لخوا د اعلان شویو کیمیاوي وسلو تر اووه سلنې زیاتې لا هم په دغه هېواد کې پاتې دي.

ښاغلي بان ویلي، د ولسمشر بشارالاسد حکومت د امنیت نشتوالی د دغو زهرجنو موادو په لرې کولو کې د پاتې راتلو دلیل بللی دی.

د سوریې حکومت له روسیې او امریکا سره د یوې معاملې له مخې هوکړه کړې چې د خپلو زهرجنو کیمیاوي وسلو دیارلس سوه ټنه زېرمې به له منځه وړي.

دا هوکړه وروسته له هغې وشوه، چې تېر کال په دمشق کې پر ولسي وګړو زهرجن کیمیاوي مواد وکارول شول.

ورته مطالب