جان کیري اډوارډ سنوډن "بې زړه خاین" بللی

جان کیري د انځور حقوق Official
Image caption جان کیري د سنوډن تر مرکې وروسته په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي "که چېرې سنوډن امریکا ته ستنېدل غواړي، نو موږ به هغه همدا نن په یوه الوتکه کې راولو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تښتېدلی امریکايي استخباراتي شنونکی اډوارډ سنوډن ملي خاین بللی او له امریکايي عدالت سره له مخامخ کېدو د ډډې کولو له کبله یې نوموړی یو "وېرېدونکی" شخص بللی.

نوموړي ویلي، ښاغلی سنوډن باید زړه وکړي او امریکا ته راستون شي:

"که ښاغلی سنوډن وغواړي، چې نن امریکا ته راشي، موږ به یې همدا نن په الوتکه کې دلته راولو. موږ به د ده په راتګ ډېر خوښ شو، او دا هغه څه دي چې یو هېوادپال کس یې باید وکړي. یو هېوادپال امریکايي تښتي نه، او په روسیې او کیوبا او نورو هېوادونو کې پنا نه غواړي. یو هېوادپال امریکايي په دغسې حالت کې همدلته پاتې کېږي او خپله قضیه خپلو خلکو ته وړاندې کوي. خو ده تر اوسه پورې له دې کاره انکار کړی دی".

اډوارډ سنوډن واشنګټن تورنوي، چې په لوی لاس یې هغه اړ کړی، چې په روسیه کې د تبعید ژوند تېر کړي؛ ځکه چې په وینا یې د هغه پاسپورت یې بې اعتباره کړی دی.

نوموړي له ان بي سي شبکې سره په مرکه کې ویلي، جنوبي امریکا ته د تللو تکل لري.

سنوډن زیاتوي، دی د الکترونیکي څارنې یو روزل شوی متخصص دی، نه یو عادي شنونکی.

جان کیري د سنوډن تر مرکې وروسته په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي "که چېرې سنوډن امریکا ته ستنېدل غواړي، نو موږ به هغه همدا نن په یوه الوتکه کې راولو".

د انځور حقوق Reuters
Image caption ۳۰ کلن اډوارډ سنوډن د تېر کال په مې میاشت کې له امریکا پښې سپکې کړې، او په روسیه کې یې لنډمهالې پناه واخیسته.

نوموړی زیاتوي "ملي انسان نه تښتي... هغه (سنوډن) خپل هېواد ته ستنېدلی شي، خو دی له عدالته تښتېدلی دی".

"پټ جاسوس "

۳۰ کلن اډوارډ سنوډن د تېر کال په مې میاشت کې له امریکا پښې سپکې کړې، او په روسیه کې یې لنډمهالې پناه واخیسته.

سنوډن د ملي امنیت په تړاو راغونډ شوي پټ معلومات او د امریکا د ننه او بهر میلیونونه تیلیفوني اړیکي افشا کړل.

دغې افشاګرۍ په امریکا کې پاروونکي بحثونه راپورته کړل.

ورته مطالب