د اوکراین کړکېچ په اړه د امریکا اندېښنه

Image caption د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل، امریکا د اروپايي ټولنې د هغو څارونکو په اړه هم اندېښمنه ده، چې په ختیځ اوکراین کې د بېلتونپالو لخوا نیول شوي دي.

سپینې ماڼۍ خواشینې څرګنده کړې، چې په ختیځ اوکراین کې روسي پلوي وسله وال په روان کړکېچ کې له پرمختللیو وسلو کار اخلي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې، چې تېره ورځ د اوکراین یوه پوځي چورلکه له سلویانسک ښار سره نژدې په یوه روسي الوتکې ضد توغندي باندې راغورځول شوه، چې څوارلس سرتېري پکې ووژل شول.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل، امریکا د اروپايي ټولنې د هغو څارونکو په اړه هم اندېښمنه ده، چې په ختیځ اوکراین کې د بېلتونپالو لخوا نیول شوي دي.

''موږ په ختیځ اوکراین کې د هغو راپورونو په ګډون پر روان تاوتریخوالي خواشیني یو، چې پکې ویل شوي بېلتونپالو یوه اوکراینۍ چورلکه راغورځولې، چې څوارلس کسان پکې وژل شوي. موږ تر اوسه د دغې پېښې جزیات نه شو تاییدولای، خو پر دې اندېښمن یو، چې بېلتونپالان په پرله پسې ډول پرمختللو وسلو او بهرنیو مرستو ته لاسرسی لري. موږ په دې هم اندېښمن یو، چې د اروپايي ټولنې د څارونکو یوه ډله په سلویانسک کې د بېلتونپالو لخوا نیول شوې ده''.

د انځور حقوق Arkady Babchenko
Image caption چورلکه د سلاویانسک او دنېڅک تر منځ ولوېده چې پوځي اډه کې یې پوځيان کوزول.

د اوکراین په ختیځ سلاویانسک ښار کې روسي پلوو یاغیانو یوه پوځي چورلکه غورځولې چې د یوه جنرال په ګډون څوارلس تنه پکې وژل شوي دي.

د اوکراین تلونکي ولسمشر، اولکساندر تورچینوف ویلی یاغیانو د روسیې جوړ شوی هوایی مدافع ضد توغندي کارولي چې یو لوړپوړی جنرال هم په وژل شوو کې دی.

د سلاویانسک ښار په تېرو اوونیو کې د بېلتون پالو او حکومتي ځواکونو تر منځ د سختو نښتو شاهد و.

د اوکراین نوي منتخب ولسمشر پېترو پاراشېنکو وایي د اوکراین په ختیځ کې به (بانډيستان) له منځه یوسي.

د بي بي سي مارک لوېن وایي د پنجشنبې( د مې ۲۹مه) پېښه د اوکرایني پوځ لپاره لوی ګوزار دی چې د بېلتون پالو د ټکولو هلې ځلې کوي.

رپوټونه وایي چې دا چورلکه د سلاویانسک او دنېڅک تر منځ ولوېده چې پوځي اډه کې یې پوځيان کوزول.

ولسمشر تورچینوف ویلي د جنرال سیرګی کولچوتسکي په ګډون چې د عملیاتو مشر و او د اوکراین د ملي ګارد کوماندان و، ۱۴ تنه وژل شوي دي.

دا تر اوسه د اوکراین په جګړه کې د وژل شوو اوکرایني ځواکونو تر ټولو لویه شمېره ده.

تېره اوونۍ کمه ترکمه ۱۴ سرتېري دنېڅک ته نېږدې په یوه امنیتي پوسته کې ووژل شول.

د میاشتې په پیل کې بېلتون پالو سلاویانسک ته نېږدې یوه پوځي چورلکه وويشته او د پېلوټ په ګډون یې یو پوځي پکې ووژل.

ښاغلي پېتروشینکا د تېرې شبنې په ولسمشریزو ټاکنو کې په سلو کې ۵۴،۷ رایې وګټلې. تر ټاکنو وروسته نوموړي په خپله وینا کې وویل، له یاغیانو سره به جګړه په میاشتو نه بلکه په ساعتونو کې ګټي.

په تېرو ورځو کې دلته شخړه سخته شوې ده او یاغیان وایي د دنېڅک د هوایي ډګر د نیولو له پاره یې سل جنیګالي له لاسه ورکړي دي. په سلاویانسک کې له ډېرې مودې راهیسې نښتې روانې دي او د دوشنبې په ورځ( د مې ۲۶مه) روسي پلوو وسله والو څلور نړیوال څارونکي نیولي وو.

بل لور د چیچنیا روسي پلوی مشر رمضان قادروف وايي دا خبره سمه نه ده چې ګواکې چیچنیايي ځواکونه د اوکرایین په ختیځ کې فعالیت کوي. د چیچنیا مسکو پلوی مشر ټینګار کوي چې ده اوکرایین ته له بېلتون غوښتونکو سره د مرستې په خاطر خپل ځواکونه نه دي استولي.

په یوې اعلامیې کې رمضان قادروف ویلي د روسیې د یوې برخې په توګه چیچنیا وسله وال ځواکونه نه لري او که کوم چیچنیايی وګړي چې په اوکرایین کې فعالیت کوي په شخصي توګه یې کوي.

نوموړي ویلي ځیني اوکراییني سرچینې رپوټ ورکوي چې ګواکې چیچنیايي ځواکونه په دنیڅک کې فعال دي خو زه په رسمې توګه وایم چې دا خبره سمه نه ده.

ښاغلی قادروف وايي له دریو میلیونو چیچنیایانو نه دوه پر درې برخه یې د چیچنیا له جمهوریت نه بهر اوسېږي او موږ نه شو کولای چې دا کنترول وکړو چې څوک چیرته ځي.

ورته مطالب