د 'بوکو حرام' له منګولو ۵۷ نجونې خلاصې شوې

د انځور حقوق
Image caption لاهم له بوکو حرام سره تر ۲۰۰ ډېرې نجونې بندیانې دي.

د نایجریا په شمال ختيځ کې د سخت دریځې بوکو حرام ډلې له منګولو څلور نورې نجونې تښتېدلې دي.

په دې سره د ټولو تښتېدلو نجونو شمېر ۵۷ ته رسېږي.

خو لاهم له بوکو حرام سره تر ۲۰۰ ډېرې نجونې بندیانې دي.

تېره میاشت بوکو حرام اورپکې ډلې تر دوو سوو ډېرې زده کوونکې وتښتولې او د خوشي کولو په مقابل کې یې د خپلو بندي ملګرو د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

دوی دا ګواښ هم کړی و، که چېرې یې غوښتنه ونه منل شي، نو تښتول شوې نجونې به په بازار کې خرڅې کړي.

د نایجریا بورنو ولایت د ښوونیزو چارو یوه چارواکي موسی انوا ویلي، څلور نجونې د بوکو حرام له منګولو خلاصې شوې او سلامتې خپلو کورنیو ته ستنې شوې دي.

دغو تښتېدلو نجونو د خلاصون په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د نایجریا د هوايي دفاع درستیز مارشال الیکس باده وړاندې ویلي وو، چې پوځ د تښتول شوو نجونو د ځای څرک لګولی دی، خو وايي چې په خلاصون کې به یې له ډېر زوره کار وانخلي، ځکه چې دغه نجونې په خطر کې وانه چول شي.

زیاتره چارواکي پر دې اند دي، چې د ډېر فشار له کبله دغه نجونې د تښتوونکو له خوا له ګواښ سره مخامخېدلی شي.

د نایجریا پوځ په کور د ننه او بهر کې د دغو نجونو د خلاصون لپاره د همکارۍ او ملاتړ غږ کړی و.

دغه نجونې د تېر اپریل پر ۱۴ هغه مهال د هېواد له شمال ختيځ چیبوک کلي وتښتول شوې، چې پر ازموینې بوختې وې.

وسله والو ښوونځی کلابند کړی او ۲۶۷ نجونې یې په زور موټرو ته وخېژولې او یوه نامالوم ځای ته یې یووړې.

ورته مطالب