مرکزي افریقا کې عیسويانو جومات ویجاړ کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ اړدوړ د هېواد وضعیت نارامه کړی دی.

د مرکزي افریقا پلازمېنه بانګي کې عیسوي ځوانانو د مسلمانانو له خوا پر یوې کلیسا تر برید وروسته د مسلمانانو یو جومات ویجاړ کړی دی.

دغه جومات په بانګي کې ویجاړ شوی دی.

څو ورځې وړاندې په دې ښار کې د سیلیکا یاغي ملېشو پر یوې کلیسا د لاسي بمونو برید وکړ، چې یوشمېر کسان پکې ووژل شول.

د سیلیکا یاغیان، چې زیاتره یې مسلمانان دي، د ۲۰۱۳ له مارچ میاشتې راهیسې له عیسویانو سره لاس او ګرېوان شوي دي.

د مرکزي افریقا جمهوریت څلورمه برخه اوسېدونکي د جګړو او ناامنیو له کبله کډوال شوي دي.

رپوټونه وايي، چې پر جومات د برید پرمهال هلته څوک نه وو.

په بانګي کې د مسلمانانو د ټولنې ویاند عثمان اباکار اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي "د تېرو شپږو میاشتو په درلش کې له موږ سره تاوتریخوال کېږي او جوماتونه مو ویجاړېږي".

د انځور حقوق AFP
Image caption ځوانانو ټایرونو ته په اور ورته کولو سړکونه بند کړي.

د فاطیما په نامه پر کلیا د د تېرې چارشنبې ورځې برید غندل شوی، خو ویل کېږي، چې سیمه ییز مسلمانان د دغه برید مسؤول نه دي.

د کلیسا یوه پادري جوناس بیکس بي بي سي ته ویلي، سوله ساتي ځواکونه تر برید ډېر وروسته سیمې ته ورسېدل.

خو په لوېديځه افریقا کې د بي بي سي خبریال توماس فیسي وايي، د مرکزي افریقا جمهوریت تر بل هر وخت اوس ډېر سره وېشل شوی دی.

دی زیاتوي چې مسیحي ملیشو درې مسلمانان ځوانان وژلي او بیا یې پر مړو ملنډې وهلې دي، اوس ښکاري چې د سیلیکا یاغي ډله د وسلې اېښودو هېڅ تکل نه لري.

د سیلیکا یاغیان د ۲۰۱۴ په جنورۍ کې له واکه وغورځول شول، خو دغه ډله لاهم د هېواد پر یو شمېر شمالي سیمو واکمنه ده.

لومړي وزیر میشل یوتودیا، چې پر سیلیکا پورې اړه لري، په زور استعفا کولو ته اړ شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption ځینو ځوانانو پر کلیسا تر برید وروسته د سوله ساتو ځواکونو ناوخته رسېدل بې ګټې بللي.

له هماغه وخت راهیسې، له ځايي مسلمانانو نه د غچ اخیستو ناوړه پېښې ډېرې شوې دي، چې په دې سره له بانګي زیاتره مسلمانان وتلي دي.

ملګرو ملتونو هم هلته پر روان وضعیت سخته اندېښنه ښوولې ده.

په دې جمهوریت کې د افریقايي اتحادیې، فرانسې او اروپايي ټولنې نژدې اووه زره پوځيان مېشت دي، چې د اړدوړ او تاوتریخوالي مخه ونیسي.

بانگي يو مهال تر ۳۰ پورې جوماتونه درلودل او مسلمانان په کې له مسيحيانو سره چې د وگړو ډېری جوړوي، په ورورگلوۍ او سوله کې اوسېدل، خو اړيکي هغه مهال ويجاړ شول چې يوې عمدتآ مسلمانې ملېشې يو کال د مخه واک تر گوتو کړ او چې بېرته يې وبايله نو ورسره سم د غچ اخيستنې بريدونه پيل شول.

ورته مطالب