ماشومان کولی شي په مینه سابه وخوري

Image caption له ډنمارک، فرانسې او برتانیې نه پر ۳۳۲ماشومانو چې عمر یې له ۴ میاشتو نه تر ۳۸ میاشتو پورې و، د سبو ورکولو تجربه شوې

د برتانیا د لیډز پوهنتون یوه څېړنه ښيي چې که ماشوم ته له دوه کلنۍ مخکې دوامدار سابه ورکړل شي نو د سبو خوراک زده کوي او ورسره روږدی کېږي.

څېړنه وایي حتی هغه ماشومان چې ناز کوي هم له سبو او شنو سره په داسې صورت کې عادتېدلی شي چې د ورځې له ۵ نه تر ۱۰ ځلو پورې سابه ورکړل شي.

له ډنمارک، فرانسې او برتانیې نه ۳۳۲ماشومانو ته چې عمر یې له ۴ میاشتو نه تر ۳۸ میاشتو پورې و، د سبو خواړه ورکړل شوي وو او دا ازمېیښت پرې شوی وو.

له پنځو نه یوه ماشوم خپل د سبو غاب بیخي پاک کړی و او په سلو کې ۴۰ نورو د دغو خوړو خوړل زده کړي وو.

دې څېړنې دا نظر هم غلط ثابت کړ چې ماشومانو ته باید سابه وپوښل شي چې د نورو خوړو ګومان پرې وکړي او ویې خوري.

د څېړنې پر مهال هر ماشوم ته د یو ډول کرم نرمه حلوا ورکړل شوې وه چې سل ګرامه وه. دا حلوا په بوره خوږه شوې وه او یا هم د ترکارۍ غوړ ورزیات شوي وو چې انرژي ومومي.

څېړونکو وموندله چې د سبو هغه حلوا چې خوږه شوې وه له هغو سره چې همداسې پاتې وه په خوړولو کې دومره توپیر نه لاره، د دې مانا دانه ده چې ماشومانو ته د سبو خوږول به تر عادي سبو زیات وخوړل شي.

څېړنې دا هم وموندله چې لویو ماشومانو د وړو په پرتله زیات سابه خوړل. پروفیسور ماریون هېترینګتون چې د لیډز په پوهنتون کې د ارواپوهنې د څانګې مشر دی وایی، دا ځکه چې ماشومان د عمر په یوه ځانګړې موده کې چرتي او شوخ وي.

دی وایي، که ماشوم تر دوه کلنۍ کم وي نو دوی به سابه خوري ځکه غواړي چې نوې تجربه و ازمایي. خو تر ۲۴ میاشتو وروسته له نوو تجربو سره دومره مینه نه لري او حتی هغه خواړه هم نه خوري چې څه موده مخکې یې خوښېدل.

ښاغلی هېتېرنګتون چې څېړنه یې د پلس ون په مجله کې چاپ شوې او اروپایی ټولنې یې لګښت پر غاړه اخیستی، میندو او پلرونو ته چې ماشومان یې له صحي خوړو سره بلد کړي، ښې سلاوې ورکوي.

لومړی: که غواړئ چې ماشومان مو له سبو سره عادت کړئ، دا کار وختي پیل کړئ او تل یې کوئ.

دویم: که ماشوم مو له سبو سره مینه نه لري او نه یې خوښېږي، زموږ څېړنه ښيي چې له ۵ نه تر ۱۰ خوړو پورې به ماشوم ورسره روږدی کړي.

کرم مو ځکه د خوړو لپاره غوره کړی و چې دا کم امکان لري چې میندې دې هغه خپل ماشوم ته پوخ کړي او د خوړو په توګه یې ورکړي.

د برتانیا د روغتیا عام سیستم وایي ماشومانو ته له شپږ میاشتني عمره د خوړو ورکول پیل کړئ!

ورته مطالب