چين د امريکا او جاپان پر څرګندونو نيوکه کړې

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي ګوانژونګ وويل د چين په اړه د جاپاني او امريکايي چارواکو نيوکې د منلو نه دي

د چين حکومت په سنګاپور کې يوه امنيتي غونډه کې د چين پر ضد د جاپان د لومړي وزير او د امريکا د دفاع وزير د پاروونکو څرګندونو په اړه نيوکې کړې دي.

د چين لوی درستيز جنرال وانګ ګوانژونګ ويلي، د جاپان لومړي وزير شينزوآبې او د امريکا د دفاع وزير چک هېګل له مخکنۍ همغږۍ او په خپلو څرګندونو کې د يو بل په تشويقولو پر چين لفظي بريدونه کړي دي.

ده وويل د چين په اړه د جاپاني او امريکايي چارواکو نيوکې د منلو نه دي.

چک هېګل د چين دولت د جنوبي چين سمندر سيمه کې په 'بې ثباتۍ' تورن کړی او شينزوآبې هم ژمنه ورکړې، چې په سويل ختيځې اسيا کې د چين له ګاونډيو هېوادونو به خپل ملاتړ زيات کړي.

د امريکا د دفاع وزير چېک هېګل پر چین تور ولګاوه چې ګواکې په سیمه کې اوږد مهاله بې ثباتي غواړي.

ښاغلي هګېل وویل، کله چې هېوادونه نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي، دوی غلي نه شي پاتې کېدلی.

د شبنې (مې ۳۱مه ) غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چک هېګل وویل، په وروستیو څو میاشتو کې چین د چین په جنوبي سمندر کې د ځینو ټاپوګانو د نېولو هوډ کړی او په دې توګه یې په سیمه کې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه موږ د هر هېواد زور کارونې مخالف یو، د ده موخه د چین د وروستیو ګامونو وه چې په ختیځ سمندر کې یې ځینې ټاپوګان نېولي چې جاپان، فلپين او ویتنام ته نژدې دي.

د ښاغلي هېګل په وینا د چین په ګډون ټول سیمه ییز هېوادونه حق لري چې سره یو شي او په سیمه کې ثبات رامنځ ته کړي، خبرې اترې سره وکړي او د سولې او ثبات په رامنځ ته راتګ کې مرسته وکړي چې میلیونونه وګړي تر ګټه پورته کړي.

د سنګاپور امنيتي غونډه چې د امريکا متحد ايالتونو او د سويل ختيځې اسيا هېوادونو په کې ګډون درلود د چين او ويتنام، فليپين او جاپان ترمنځ له زياتېدونکي کړکېچ سره مله وه.

ورته مطالب