په مرګ محکومه سودانۍ به له بنده ازاده شي

Image caption مریم ابراهیم ته د مرګ سزا په اورولو سره نړیوالو پر سودان ډېرې نیوکې وکړې

د سودان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د اسلام په پریښودو د مرګ له سزا سره مخامخ شوې مېرمن به له بنده ازاده شي.

چارواکو بي بي سي ته وویل، چې مریم ابراهیم به په څو ورځو کې خوشې شي.

دغه ښځه د نیول کیدو په وخت کې ميندواره وه او اوس یې یوه لور زیږولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي عبدالله الزارګ وویل، چې په سودان کې د دین ازادي شته او حکومت د دې مېرمنې د ژغورنې هوډ کړی.

مریم ابراهیم ته د مرګ سزا په اورولو سره نړیوالو پر سودان ډېرې نیوکې وکړې.

(د ټايمز ورځپاڼې) ته په خبرو کې د برتانيا لومړي وزیر ډیوډ کیمرون وویل، چې دا یوه وحشیانه سزا ده.

د بښنې نړیوال سازمان (امنسټي انترنشنل) وايي، مریم یحیی ابراهیم د ارتهودوکس عیسويانو په توګه روزل شوې، ځکه چې دا د دې د مور مذهب و، او پلار یې مسلمان و، چې په ماشومتوب کې يې خوشې کړې وه.

دې مېرمنې ته تېره یکشنبه د مرګ سزا اورول شوې وه، او دې ته د بیرته اسلام راوړلو لپاره درې ورځې وخت ورکړای شوی و.

د بښنې سازمان په وینا دا مېرمنه د ۲۰۱۳ کال د اګست په میاشت کې د زنا په تور نیول شوې وه، خو کله چې هغې وویل مسلمانه، نه ده بلکې هغه یوه عیسوي ده، نو د اسلام د خوشې کولو تور ورزیات شو.

له دې مخکې د ماشوم د روزلو لپاره دوه کاله وخت ورکړای شوی و، چې له دې وروسته به دې ته سزا ورکول کېده. له دې مخکې يوې محکمې له يوه عيسوي سره د هغې واده لغوه کړ او د زنا د تور پر وړاندې هغې ته د ۱۰۰ درو وهلو سزا اورولې وه، ځکه چې د هغې واده په اسلامي طریقه نه و شوي.

په سودان کې اکثریت مسلمانان ژوند کوي او له ۸۰يمې لسيزې راهيسې په دغه هېواد کې اسلامي قانون نافذ دی.

ورته مطالب