د اسپانيا پاچا خوان کارلوس پلاز پرېږدي

د انځور حقوق AFP
Image caption خوان کارلوس نژدې ۴۰ کاله د اسپانيا پاچا و

د اسپانيا پاچا خوان کارلوس په ډاګه کړې چې له نژدې ۴۰ کلنې پلازناستې وروسته به تاج له سره لرې کوي.

دغه ۷۶ کلن پاچا په یوه ټلويزيوني وينا کې وويل "يو نوی نسل بايد رامخکې شي، ځوان خلک له نوې انرژۍ سره".

د ده ځای به يې ۴۵ کلن زوی او ولي عهد شهزاده فېليپ نيسي.

د خپلې واکمنۍ ډېره برخه کې خوان کارلوس ته د نړۍ يو تر ټولو نوموتی پاچا په سترګه کتل کېدل، خو په تېره نژدې موده کې ډېرو اسپانويانو د ده په اړه خپل باور بايللی و.

د ده شهرت د فساد هغې اوږدمهاله پلټنې له امله زيانمن شوی و، چې د ده د لور او د هغې د ميړه سوداګرۍ تړونونو په اړه کېدله.

د پاچا ملاتړ هغه مهال لا نور ولوېد چې څرګنده شوه، دی د اسپانيا مالي کړکېچ پر مهال په ۲۰۱۲ کال کې د پيلانو په ښکار پسې بوتسوانا ته د خورا زيات لګښت په سفر تللی و.

له تاج د لاس په سر کېدو لومړی اعلان د لومړی وزير ماريانو رخوی له لوري وشو، چې خبریالانو ته يې وويل: "اعليحضرت پاچا خوا کارلوس همدا اوس راته د خپل تکل په اړه وویل چې له پلاز به ښکته کېږي او د ځای ناستې بهير به پيلوي."

وروسته بيا پاچا به خپله په یوه ټلويزيونی وينا کې وويل چې اوس د "نوي پېر" وخت راغلی چې يو نوی نسل به په کې د بدلون او اړينو اصلاحاتو چارې پر غاړه اخلي.

ده وويل زوی يې، شهزاده فيليپ د دې پوخوالی او چمتوالی لري چې پاچا شي.

کيڼ اړخه ډلو د شاهي نظام راتلونکي په اړه د يوې ټولپوښتنې په ملاتړ د لاريونو غږ کړی دی، او د الپايس ورځپاڼې د پوليسو له خولې لیکلي چې شاوخوا ۲۰ زره د مدرید په پوېرتا ډل سول ډګر کې راغونډ شوي دي.

د راپورونو له مخې د برسلونه په پلاکا کټالونيا ډګر کې هم څو زره خلک راغونډ شوي، چې له ځينو سره کټلان بيرغونه وو.

خوان کارلوس د جنرال فرانسېسکو فرانکو له مرګ وروسته پر پلاز کېناست، چې يو ښی اړخی ديکتاتور و، او د اسپانيا کورنۍ جګړه کې يې د جمهوريت غوښتونکو پر وړاندې له بري وروسته ۳۶ کاله واکمنی وکړه.

ورته مطالب