پر غزه اسرییلي الوتکو برید کړی

Image caption د اسراييلو لومړي وزیر خبرداری ورکړ، چې دغه نوی فلسطینی حکومت په چټکۍ په رسمیت و نه پېژني.

اسرایلي جنګي الوتکو وروسته له هغې په غزې تړانګه کې هدفونه په نښه کړي، چې فلسطیني وسله والو تېره ورځ پر اسرایلو توغندويي بریدونه وکړل. اسرایلو دغه بریدونه په رام الله کې د نوي فلسطیني حکومت له اعلانېدو څو ساعته دمخه کړي دي. په دغه حکومت کې ډېره ونډه د الفتح ګوند ده، خو په اپرېل میاشتې کې د یوې ناڅاپي روغې جوړې له اعلانولو او د کلونو کلونو مخالفت له ختمولو وروسته د حماس سخت دریځي ګوند غړو ته هم پکې برخه ورکول شوې ده.

تېره ورځ د اسرایلو لومړي وزیر بېنیامین نتنیاهو نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ، چې دغه نوی فلسطینی حکومت په چټکۍ په رسمیت و نه پېژني.

الفتح او حماس ډلې په ۲۰۰۷ کال کې سره بیلې شوې خو اوس په اپریل میاشت کې دواړو د سولې هوکړه لاسلیک کړه. الفتح د لوېدېځ اردن د ځینو سیمو واک په لاس کې لري او غزه چې هېڅ وخت یې اسراییلو ته تسلیم نه کړه د حماس تر واک لاندې ده. اسراییل، اروپايې اتحادیه، کاناډا او جاپان حماس یوه ترهګره ډله بولي. د الفتح او حماس ډلې د یو ځای کېدو موخه د راتلونکي کال ټاکنو ته چمتو کېدل دي. لومړی وزیر رمي حمدالله ته، چې په برتانیا کې یې زده کړې تر لاسه کړې او په سیاسي ډول روڼ اندی بلل کېږي، د نوي حکومت جوړولو دنده سپارل شوې، چې له تکنوکراتانو به جوړ شوی.

تېره میاشت امریکا د دغې هوکړې له کبله خواشیني څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې دې سره به اسراییلو سره د سولې راوستو هڅو ته زیان ورسېږي.

ورته مطالب