نایجریا کې بمي چاودنې ۱۴ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه ښارګوټی د کامېرون له پولې سره نژدې په اداماوا ایالت کې موقعیت لري.

د نایجېریا پولیس وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې په یوه بمي برید کې لږ تر لږه څوارلس کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، د موبي ښارګوټي په دغې چاودنې کې یو خوړنځی په نښه شوی، چې خلکو پکې پر تلویزیون د فوټبال د یوې لوبې نندراره کوله.

دغه ښارګوټی د کامېرون له پولې سره نژدې په اداماوا ایالت کې موقعیت لري.

د اداماوا د پولیسو ویاند عثمان ابوبکر ویلي:‌''دا له هغو دریو ایالتونو څخه یو دی،‌ چې د بوکو حرام سخت دریځې ډلې د وسله والو بریدونو له کبله پکې بېړنی حالت اعلان شوی دی''.

دغې ډلې په تېرې کابو یوې میاشتې کې په دې سیمه کې ګڼ بمي بریدونه کړي، چې لږ تر لږه دوه سوه کسان پکې وژل شوي دي.

تر اوسه دغې ډلې د دغه وروستي برید مسؤولیت نه دی منلی.

له سیمې نه په خپرو شویو یو شمېر نورو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر دې زیات ښوول شوی دی.

بندیانې نجونې

بوکو حرام اورپکې ډلې په وروستیو کې د ښوونځي کابو دوه سوه زده کوونکې نجونې وتښتولې چې په نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راوپارول او د دې ډلې دا کار په سختو ټکو وغندل شو.

تر اوسه پورې د دغو تښتول شویو نجونو د لټون عملیاتو مثبته پایله نه ده لرلې، خو د ځینو راپورونو له مخې تر پنځوسو ډېرې نجونې د دوی له منګولو په تېښتې بریالۍشوې دي.

د نایجیریا ولسمشر ګوډلک جوناتان د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د بوکو حرام ډلې پر ضد یې د پراخو عملیاتو د چمتووالي امر کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس په خبره، دغې ډلې په تېر اپرېل میاشتې کې د یادو شویو نجونو له تښتولو راهیسې په خپلو بریدونو کې شاوخوا ۵۰۰ ولسي وګړي وژلي دي.

ورته مطالب