د هند فدرالي وزیر ترافیکي پېښه کې وژل شوی

د انځور حقوق PTI
Image caption ګوپي نات منډې مخکي د مهاراشټر ایالت مشر وزیر مرستیال و.

د هند پلازمېنه ډيلي کې د سې شنبې په ګهیځ د دغه هېواد واکمن ګوند بي جي پي یو مشر او د کلیو پراختیا فدرالي وزیر ګوپي نات منډې په یوه تراپيکي پېښه کې وژل شوی دی.

ګوپي نات له دې مخکې د لوېدېځ مهاراشټر ایالت د مشر وزیر مرستیال و.

د یادونې ده، چې سږ کال په مهاراشټر ایالت کې د ایالتي اسامبلۍ لپاره ټاکنې کېږي او نوموړي د ګوند له مهمو کسانو شمېرل کېده.

د بي جي پي یوه مشر هرش وردن په وینا نوموړی نن ګهیځ ډیلي هوايي ډګر ته پر لاره و، چې ګاډی یې له یوه بل ګاډي سره ټکر وکړ.

د نوموړي په وینا په لومړیو کې داسې معلومېده، چې د ښاغلي منډې سر او پزه برسیرن ټپیان شوي دي، خو وروسته د روغتون ډاکټرانو د هغه مړینه تایید کړه.

رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړی خپلې سیمې کې د بریا مراسمو کې د ګډون لپاره هوايي ډګر ته پر لاره و.

د ګوند یوه بل غړي نتن ګډکري په وینا:

'لومړي وزیر نرېندرا مودي ته د پېښې په اړه خبر ورکړل شوی دی او د نوموړي جسد به تر ماسپښین پورې د ګوند مرکزي دفتر ته او وروسته په یوه ځانګړې الوتکه کې د نوموړي پلرني ټاټوبي ته ولېږدول شي.''

۶۴ کلن منډې دوه ځلې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کې پارلماني ټاکنو کې بریا تر لاسه کړه. نوموړی له ۱۹۹۵ نه تر ۱۹۹۹ پوري د مهاراشټر مشر وزیر و.

خبریالان وايي هند کې خونړۍ ترافیکي پېښې معمول دي او یوازې ۲۰۱۲ کال کې یو نیم لک کسان د دغه ډول پېښو ښکار شوي دي.

ورته مطالب