اوکراین کړکېچ: د ملګرو ملتو امنیت شورا بېړنۍ غونډه

د انځور حقوق AP
Image caption د ویکټر یانوکوویچ حکومت پر ضد د مظاهرو له پیله راهیسې اوکراین کې کړکېچ روان دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې د هغې غوښتنې په اړه یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړې، چې له مخې یې په ختیځ اوکراین کې د روانې جګړې د چټکې بندېدا غوښتنه کړې ده.

روسیه وايي، په دغه سیمه کې د یوه اغېزناک اوربند رامنځته کول غواړي.

خو په ملګرو ملتونو کې د اوکراین سفیر یوري سرګییف د روسیې دغه پرېکړه لیک بې مانا او غیر اخلاقي بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روسیه په دوه مخۍ تورنه کړې او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له خپل سرحده اوکراین ته د وسله والو او وسلو د تېرېدو مخنیوی نه کوي.

له دغې غونډې دمخه د امریکا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جېن ساکي د روسیې پر دغه ګام نیوکه وکړه.

' په ملګرو ملتونو کې د روسیې د وړاندیز په اړه باید وویل شي، چې دا د روسیې د مشرانو د دوه مخې تګلارې ښکارندويي کوي. ځکه له یوې خوا دوی د تاوتریخوالي د مخنیوي او مرستندویه چارو د فعالیت غوښتنه کوي او له بله پلوه اوکراین ته له همدغه هېواده وسله وال ورځي. همداراز له روسیې نه اوکراین ته وسلې هم لېږدول کېږي. روسي پلوي بېلتونپالي پر نویو هدفونو بریدونه کوي. خو روسیه د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي لپاره هېڅ نه کوي.'

له دې مخکې د تېرې جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ خواشینې څرګنده کړه، چې وايي په ختیځ اوکراین کې روسي پلوي وسله وال په روان کړکېچ کې له پرمختللیو وسلو کار اخلي.

د امریکا دا څرګندونې له هغه وروسته وشوې، چې د اوکراین یوه پوځي چورلکه له سلویانسک ښار سره نژدې په یوه روسي الوتکې ضد توغندي باندې راوغورځول شوه، چې څوارلس سرتېري پکې ووژل شول.

د میاشتې په پیل کې بېلتون پالو سلاویانسک ته نېږدې یوه پوځي چورلکه وويشته او د پېلوټ په ګډون یې یو پوځي پکې ووژل.

د تېرې مې میاشتې په وروستیو کې د روسیې ولسمشر ولاديمرپوتین د اوکراین پولې ته څېرمه روستوف، بلګراد او برینسک سیمو کې خپلو سرتېرو ته لارښونه وکړه، چې خپلو مرکزونو ته ستانه شي.

خو د اوکراین د ملي امنیت سلاکار د روسیې دغه اقدام نړیوالې ټولنې ته دوکه ورکول وبلل. کریملین مخکې اعلان کړی و، چې له روستوف، بلګارد او بریانسک نه به پوځي ځواکونه خپلو دایمي مرکزونو ته وګړځي.

فبرورۍ کې د ویکټر یانوکوویچ د حکومت له پرځیدو راهیسې اوکراین کې پراخې مظاهرې شوې او د روسیې او لوېدېځ ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی.

یانو کوویچ د روسیې له ملاتړه برخمن و.

ورته مطالب