یمن: نښتو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي

د انځور حقوق Getty
Image caption داسې ښکاري چې دغه نښتې اوس د تېر ماښام د رامنځته شوي اوربند له کبله درېدلې دي.

له یمنه راپورونه وايي، چې د دغه هېواد په شمال کې له شیعه یاغیانو سره د اوږدمهالي کړکېچ په لړ کې په وروستیو راپورته شویو نښتو کې تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.

یوه حکومتي چارواکي ویلي، حکومتي جنګي الوتکو تېره ورځ پر هغو سیمو بمباري کړې، چې د حوثیانو په نامه یاغیانو تر خپلې لاندې ساتلې وې. دغه چارواکي ویلي، چې په وروستیو نښتو کې د شلو حکومتي سرتېرو په ګډون شاوخوا سل حوثیان وژل شوي دي.

داسې ښکاري چې دغه نښتې اوس د تېر ماښام د رامنځته شوي اوربند له کبله درېدلې دي.

حوثي یاغیان له تېرو لسو کلونو راهیسې د حکومتي ځواکونو پر ضد په مخالفت او جګړه بوخت دي.

دوی د خپلې سیمې د لا نورې خپلواکۍ غوښتنه کوي.

د تېرې مې میاشتې په پیل کې یمني پوځ ادعا وکړه، چې د هېواد په سویل کې یې د القاعده وسله والو پر ضد عملیاتو کې د دغې ډلې ۳۷ وسله وال وژلي دي.

د یمن دفاع وزارت په وینا د هېواد په سویلي سیمو کې یې د عمالیاتو پر مهال د القاعده اړوند له ۳۰ ډېر کسان ووژل.

ویل کېږي، چې دغو عملیاتو پایله کې لږ تر لږه ۶ پوځیان هم ووژل شول.

د القاعده دغه غړي افغانستان او پاکستان کې د القاعده ضد عملیاتو پایله کې دغې سیمې ته لاړل او د هېواد پر یوه لویه برخه یې ولکه ټینګه کړې وه.

یمن کې حکومتي چارواکي وايي، دوی د دغې ډلې ځپلو هڅې کوي او وايي هغه سیمې د دوی له ولکې وباسي، چې مخکې یې پرې کنترول تر لاسه کړی و.