نظرپوښتنه: ایران او پاکستان په نړۍ کې لږ محبوبیت لري

د انځور حقوق Reuters
Image caption نظرپوښتنه ښيي، چې په ۲۰۰۵ کال کې د روسیې په اړه په نړۍ کې منفي نظرونه کم وو.

د بي بي سي یوه تازه نظرپوښتنه ښيي، چې د تېر کال په پرتله د نړۍ په ۲۴ هېوادونو کې د روسیې په اړه منفي نظر ډېر شوی دی.

په دویم کتار کې شمالي او جنوبي کوریاګانې راځي، خو د پاکستان او ایران په اړه هم د محبوبیت کچه ډېره ټيټه شوې ده.

د دغې نظرپوښتنې پربنسټ، چې د کریمیا پرسر له اوکراین سره د روسیې تر جګړې مخکې ترسره شوې ده، د څېړنې په اړوندو هېوادونو د روسیې محبوبیت ډېر ټيټ ښوول شوی دی.

نظرپوښتنه ښيي، چې په ۲۰۰۵ کال کې د روسیې په اړه په نړۍ کې منفي نظرونه کم وو.

نظرپوښتنې د امریکا او اروپايي اتحادیې د محبوبیت کچه هم ټيټه اعلان کړې ده.

بل خوا، ایران، پاکستان او شمالي کوریا هم د نړیوالو په نظر نامحبوب هېوادونه ګڼل شوي.

د ایران د محبوبیت په اړه له ټول ټال پوښتل شویو ۶۰ سلنې منفي نظر ورکړی.

خو شمالي کوریا او پاکستان تر ایران یو ګام مخکې غیر محبوب ګنل شوي.

د بي بي سي دغه نظرپوښتنه د ګلوب سکن او پیپا بنسټونو په مټ ترسره شوې ده.

په دې نظرپوښټنه کې له ۲۴ نیم زرو کسانو د نړۍ په ۲۴ هېوادونو د ۱۶ هېوادونو او اروپايي اتحادیې په اړه د هغوی نظرونه پوښتل شوي.

په سلو کې ۴۵ ځواب ویونکو د روسیې په اړه منفي نظر په ډاګه کړی دی.

یوازې ۳۱ سلنې ځواب ویونکو د روسیې په اړه مثبت نظر ورکړی.

تر ډېره په کینیا، اسپانیا، برازیل او کاناډا کې د روسیې په اړه منفي نظر ورکړل شوی.

خو د امریکا په اړه بیا اسپانویانو، برازیلیانو او جرمنیانو منفي نظر ښوولی.

Image caption دا نظرپوښتنه له ۲۰۰۵ کال راهیسې هر کال ترسره کېږي.

د ګلوب سکن مؤسسې کارپوه لیونل بلېه ویلي، تر ډېره هغو هېوادونو د امریکا د محبوبیت په اړه منفي نظر ورکړی، چې د امریکا له لوري په کې تیلیفوني او انټرنېټي اړیکي څارل شوي.

جرمي د بي بي سي په دې نظرپوښتنه کې د ۱۶ هېوادونو په نوملړ کې په سلو کې ۶۰ محبوب هېواد ښوول شوی.

تر جرمني وروسته، کاناډا هم محبوب هېواد په ډاګه شوی.

دا نظرپوښتنه له ۲۰۰۵ کال راهیسې هر کال ترسره کېږي.

ورته مطالب