باجوړ کې وسله والو اووه سرتېري وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستان داسې انګېري چې ګواکې دغه بريدونه هغه وسلوال کوي، چې د دوی په خبره د افغانستان له خوا ور اوړي.

د پاکستان پوځي سرچينې وايي په قبايلي سيمه باجوړ کې د وسلوالو په بريدونو کې ټولټال اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

سرچينې وايي په دغو بريدونو کې لږترلږه اووه نور سرتېري ټپيان شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دغو بريدونو غندنه کړې ده.

د پوځ له لوري خپره شوې وينا پاڼه کاږي، وسلوالو کسانو د باجوړ په مانوزنګل او مخه ټاپ سيمو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

پاکستان داسې انګېري چې ګواکې دغه بريدونه هغه وسلوال کوي، چې د دوی په خبره د افغانستان له خوا ور اوړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، دا موضوع يې له افغان چارواکو سره راپورته کړې ده.

تر دې وړاندې په يوه بريده کې د امنيتي ځواکونو يو سرتېری وژل شوی و او دوه نور ټپیان وو.

امنيتي سرچينې وايي د دوی په ځوابي بريد کې ۱۶ وسلوال وژل شوي دي.

له هغه راهيسې چې دوه کاله وړاندې د ډېورنډ پر کرښه د پاکستان په خوا کې بريدونه ډېر شوي، نو پاکستان په لومړي ځل په چترال او نورو شاوخوا سيمو کې پوځيان ځای پر ځای کړل.

بل خوا د وسلوالو طالبانو وياند په باجوړ کې د شوي بريد مسووليت پر غاړه اخيستی او پاکستاني ځواکونو ته يې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

په تېر کې پاکستان او افغانستان دواړو پر بل تورونه لګولي چې وسلوال يې له خاورې اوړي، خو دواړو دا ادعاوې رد کړې دي.

ورته مطالب