یمن کې وسله والو ۱۳ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د یمن پوځ تېر کال د هېواد له ځینو سوېلي سیمو د القاعدې د جنګیالیو په شړلو وتوانېد.

د یمن جنوبي شبوه ولایت بیحان سیمه کې پر القاعدې شبکې پورې تړلو وسله والو ۱۳ کسان وژلي، چې ۱۲ یې د ځانګړو امنیتي ځواکونو سرتېري دي.

برید د بیحان ښار په لوېدیځه برخه کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر یوې پوستې شوی دی.

په صنعاء کې د بي بي سي خبریال عبدالله غراب د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي، چې په وژل شویو کې لس ځانګړي امنیتي سرتېري دوه نور پوځيان او یو ولسي وګړی دی.

دغه برید ایله څو ساعته وروسته تر هغه شوی، چې د یمن چارواکو د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د القاعدې شبکې د درو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

برید د تېرې چارشنبې پر شپه د یمن شمال ختیځ مأرب ولایت په وادي عبیده سیمه کې شوی.

امریکا تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

واشنګټن په یمن کې د القاعدې شبکې جنګیالي د القاعدې ډېر خطرناک کسان بولي.

خو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ډېر کله ولسي وګړي وژل کېږي، چې په دې سره وړاندې د یمني وګړو غوسه هم پارېدلې وه.

د یمن پوځ تېر کال د هېواد له ځینو سوېلي سیمو د القاعدې د جنګیالیو په شړلو وتوانېد.

په ۲۰۱۲ کال د مخکني ولسمشر علي عبدالله صالح تر لیرې کېدا وروسته په یمن کې وضعیت ترینګلی شوی دی.

خبریالان وايي، اوس القاعده له فرصته په ګټې اخیستو هڅه کوي، د یمن پر امنیتي اهدافو بریدونه ډېر کړي.

ورته مطالب