سعودي کې له 'اوښ' لېږدېدلې ناروغۍ انسان وژلی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سودي عربستان یو ۴۴ کالن وګړی په همدې ویروس د اخته کیدو له امله مړ شوی

ډاکټران وايي داسې باوري دي چې له اوښانو نه انسان ته لېږدېدونکی ویروس یې کشف کړی دی.

دا ویروس چي د (Middle East respiratory syndrome) په نامه یاد شوی، اصلي سرچینه یې حیوانات ګڼل کیږي. په منځني ختيځ کې دغه ویروس یوازې په همدې سیمه کې لیدل شوی او په نورو هېوداونو کې یې لا تر اوسه څرک نه لیدل کیږي.

په 'نیو انګلند صحي ژورنال' کې یوه نوې خپره شوې څېړنه کې ویل شوي، چې ډاکټرانو په اوښانو او د هغوی په څښتن کې یو ډول ویروس موندلی دی.

د سودي عربستان یو ۴۴ کلن وګړی په همدې ویروس د اخته کېدو له امله مړ شوی.

د (Mers) ویروس له امله تر اوسه ۶۸۱ پېښې رامنځته شوې او له هغه مهاله (جون ۲۰۱۲) چې دا ویروس پېژندل شوی، ۲۰۴ کسان يې وژلي دي.

د دې میکروب اصلي لامل لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.

په جده کې د پاچا عبدالعزیز د پوهنتون په روغتون کې یو کس چې نهه اوښان یې درلودل او مخکې له دې چې دی په دې ناروغۍ اخته شي اوښان يې په دې ناروغۍ اخته وو.

طبیعي معاینات ښيي چې دغه سړي ته ویروس له اوښانو ورغلی.

راپور کې راغلي چې په څیړنه کې له اوښ او انسان نه دا ویروس په نمونوي ډول اخیستل شوی، او څیړنې ثابته کړه چې د دواړو انسان او حیوان نه اخیستل شوي ویروسونه یو ډول وو.

راپور زیاتوي، دا انسان وژونکې پېښه په (میرس) ویروس له اخته کیدو رامنځته شوې او دا ویروس له ناروغه اوښ سره د انسان نژدې اړیکو له وجهې انسان ته لیږدول شوی.

پروفیسور جوناتاد بیل بي بي سي ته وویل، ټولې نښې ښيي چې اوښ د دې ناروغۍ سرچینه ده. او کېدای شي دا لومړی ځل وي چې دا ویروس پېژندل کیږي او له یوه نه بل ته انتقال مومي.

د انځور حقوق AFP
Image caption یو څه چې روښانه نه دي هغه دا دي چې ایا دا د تنفس له لارې انتقالیږي او کنه

یو څه چې روښانه نه دي هغه دا دي چې ایا دا د تنفس له لارې انتقالیږي او کنه.

په سعودي عربستان کې هغه وګړی، چې پر دې ویروس اخته شوی و، د اوښ له پزې هغه ته انتقال شوی و، ځکه چې د اوښ په پزه کې یې چکک اچولي وو، خو دا امکانات هم شته چې د اوښ د شیدو له لارې دا ویروس انتقال شي.

وروستیو څېړنو ښوولې چې تر انسان مخکې دا ناروغي په اوښانو کې لیدل شوې او دا ګرانه ده چې ثابته شي څنګه له اوښانو نه انسانانو ته لیږدول کیږي.

د لانورو جزییاتو سپړلو لپاره باید د اوښانو د رمو په اړه په موثر ډول څېړنې وشي، چې د (میرس) په ویروس باندې اخته وي او داسې ثبوتونه تر لاسه شي چې دا څنګه انسان ته لیږدول کیږي.

ورته مطالب