''د چین دفاعي بودیجه ۱۴۵ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر اوسه چین د امریکا د دغه تازه راپور په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

د امریکا د دفاع وزارت په کلني راپور کې د چین اعلان شوې دفاعي بودیجه د ۲۰۱۴ کال د اصلي بودیجې په پرتله ۲۰ سلنه کمه ښوول شوې ده.

چین وړاندې اعلان کړی ، چې د ۲۰۱۴ کال د دفاعي بودیجې لپاره یې ۱۲۰ میلیارد ډالر په پام کې نیولي، خو امریکايي راپور ادعا کوي چې د اصلي بودیجې کچه ۱۴۵ میلیارد ډالرو ته نژدې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو له چین غوښتي، چې په پوځي پلانونو کې له شفافیت نه کار واخلي، په تېره بیا د چین په سمندر کې د لانجمنو ټاپوګانو په اړه باید له دقت او ریښتینولۍ کار واخلي.

بل خوا، چین پر امریکا د نفاق اچولو تور پورې کړی، ځکه چې په وینا یې په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د دفاعي بودیجې کچه ۶۰۰ میلیارد ډالر وه، چې د چین د بودیجې په پرتله پنځه ځلې ډېره ده.

امریکایانو تېر کال د چین د دفاعي بودیجې اټکل ۱۳۵ او ۲۱۵ میلیارد ډالر کړی و.

خو امریکايي چارواکي وايي، سږ کال د چینایانو په تعامل ډېر پوی شوي دي.

پنتاګون ویلي، بیجینګ تر ډېره خپله دفاعي بودیجه د بې پیلوټه الوتکو جوړولو پر چارو، جنګي بېړیو، جنګي الوتکو، توغندیو او د الکترونیکي جګړې پر وسلو لګوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چین تر ډېره د ټایوان د تنګي ترلاسه کولو هڅې کوي.

چین له ټایوان، فلپین، ویتنام او جاپان سره د ځینو ټاپوګانو پر سر اوږده لانجه لري، چې هر یو یې د ملکیت ادعا کوي.

د انځور حقوق BBC World Service

امریکایان وايي، په چین کې د شفافیت نشتوالي د ختیځې اسیا په ځینو هېوادونو کې اندېښنې ډېرې کړې دي.

تر اوسه چین د امریکا د دغه تازه راپور په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

وړاندې، د نړۍ د پوځي لګښتونو په اړه د نړیوالو ستراتیژیکو څېړنو مرکز IISS له خوا د (پوځي انډول) په نامه کلني خپاره شوي کتاب کې د نړۍ د لویو قومتونو د پوځي قدرت په اړه معلومات خپاره شوي وو.

د پوځي انډول ساتلو حقیقت

په نړۍ کې د پوځي توازن ساتلو حقیقت تر ډېره په لوېديځ کې نه مراعاتېږي، په تېره بیا اروپايي هېوادونه د خپلې بودیجې نژدې ۵۷ سلنه پر پوځ لګوي.

ظاهراً د دوی دلیل دا دی، چې تېر کال اروپايي هېوادونو تر نیمايي خپله ډېره بودیجه د اسیايي هېوادونو د ګټو ساتلو لپاره پر خپل پوځ لګولې ده.

اسیايي هېوادونو هم د پوځي پیاوړتیا برخه کې سیالۍ ته مخه کړې ده.

ورته مطالب