د ایم کیو ایم مشر الطاف حسین په ضمانت خوشی شو

د انځور حقوق AFP
Image caption الطاف حسین د پېسو سپینولو په تور لندن کې له خپله کوره نیول شوی و.

برتانیا کې د پاکستان متحده قامي غورځنګ، ګوند مشر الطاف حسین چې د پېسو سپینولو په تور نیول شوی و، د پولیسو له لومړنیو پوښتنو ګروېږنو وروسته په ضمانت خوشی شوی دی.

د نوموړي ګوند ویاند وايي ښاغلی الطاف د جمعې په شپه له سدرک پولیس مرکز نه خوشی شوی دی.

د سکاټ لینډ یارډ یوه ویاند بی بي سي ته ویلي، ۶۰ کلن نیول شوی سړی چې د پېسو سپینولو په تور نیول شوی و، تر جولای میاشتې پورې د ضمانت بدل کې خوشی شوی، خو وايي د دغې موضوع په اړه به څېړنې روانې وي.

یاد ویندوی د ضمانت شرطونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

لندن میټروپولیټن پولیسو پر خپله ویبپاڼه یوه بیانیه خپره کړې، چې وايي دغه سړی ( الطاف حسین ) پر پولیسي ضمانت خوشی شوی، چې معانا یې ده، نوموړی باید په ټاکلې نېټه او وخت بیا د پولیسو مرکز ته حاضر شي.

لندن پولیس د قانوني لاملونو له کبله د الطاف حسین نوم نه په ډاګه کوي. له خوشي کېدو وروسته الطاف حسین لندن کې خپلو ګوندي ملګرو ته په وینا کې وویل، اوس دغه قضیه محکمه کې ده.

د نوموړي په وینا دی د برتانیا پر محاکمو باور لري او دا چې دی به بریالی شي.

له دې مخکې د الطاف حسین یوه ګوندي ملګري واسیع جلیل بي بي سي ته ویلي و، چې د نوموړي مدافع وکیلانو د جمعې په ماښام د هغه د ضمانت لپاره عریضه کړې وه، چې وايي غبرګون یې مثبت و.

د جمعې په ګهیځ پوالیسو الطاف حسین سدرک مرکز ته ولېږداوه او هلته یې څو ساعته له هغه نه پوښتنې ګروېږنې وکړې.

د سې شنبې په ورځ لندن پولیسو نوموړی د دغه ښار شمال لویدېځ کې له خپله کوره ونیو او وروسته یې د درملنې لپاره ولنګټن روغتون ته ولېږداوه.

څو میاشتې مخکې لندن پولیسو بي بي سي ته ویلي و، چې د یوه پاکستاني سیاستوال ډاکټر عمران فاروق د وژنې څېړلو پر مهال یې د الطاف حسین په کور کې پلټنه کوله، چې وايي هلته یې نغدې پېسې وموندلې او د پروسېډ اف کرایم، نومي قانوني مادې له مخې یې له ځانه سره یووړې.

له دې وروسته د ۲۰۱۳ کال په جون میاشت کې هم پولیسو د پلټنو پر مهال له دوو کورونو نه ( پام وړ ) پېسې موندلې وې، خو پولیسو تر اوسه په رسمي توګه نه دي ویلي، چې دغه پېسې څومره وې.

ورته مطالب