پېتروشینکو د اوکراین ولسمشر په توګه لوړه وکړه

د انځور حقوق AP
Image caption د جمعې په ورځ پېترو پروشینکو د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ولیدل.

د اوکراين نوي ولسمشر پيترو پوروشېنکو، چې ميلياردر دی نن په پلازمېنه کيېف کې د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

ده وويل د هېواد د يوالي ساتلو لپاره به کار وکړي او کريميا چې په مارچ مياشت کې له روسيې سره يو ځای شوې د اوکراین برخه وه، ده او وي به.

د اوکراين نوي ولسمشر وویل، دی جګړه نه غواړي او نه هم د غچ اخيستلو په لټه کې دی او د سولې داسې پلان به وړاندې کړي، چې له مخې به يې هغو کسانو ته بښنه وشي، چې لاسونه يې په وينو سره نه دي.

ښاغلي پېترو شېنکو چې د تېرې مياشتې ټاکنې يې ګټلي وويل، دی به په اروپايي ټولنه کې د اوکراين د بشپړ غړيتوب لپاره کار وکړي:

' خپل اروپايي حالت ته د اوکراين ورستنېدل د څو نسلونو خوب دی. په اوکراين کې د تېرو څو کلونو ديکتاتورۍ موږ د دې خوب له پوره کولو بې برخې کړي وو. بريالي انقلاب نه يوازې دا چې حکومت بدل کړی، بلکې د خلکو فکر يې هم بدل کړ. اوس د مثبت بدلون وخت راغلی دی'.

تمه ده چې دې سره به د دغه هېواد په ختیځ کې د خونړیو پېښو پای ته رسولو کې مرسته وشي.

۴۸ کلن شتمن پوروشینکو د مې میاشتې په ۲۵ مه ټاکنو کې تر بریا وروسته د لوېدیځ له لوري له ملاتړه برخمن شوی دی.

هغه چې د جمعې په ورځ یې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ولیدل، وايي کېدای شي، دغه لیدنه د مذاکراتو پیلامه وي.

کېیف پر مسکو تور پورې کوي، چې د اوکراین ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، خو دا هغه تور دی، چې کریمیلین یې تل ردوي.

بل لور ته د جمعې په ورځ هم نښتو دوام درلود.

رپوټونو کې ویل شوي، چې بیلتون غوښتونکو کلک مرکز سلویانڅک ته نژدې یوه حکومتي الوتکه غورځولې ده.

د اوکراین پوځ یوه ویاند، ځايي رسنیو ته ویلي دغې الوتکې کې مرستندویه توکي بار وو، خو خپلواکو سرچینو دغه خبر نه دی تایید کړی.

له دې مخکې حکومتي ځواکونو دغه ښار ته نژدې د ټانکونو په وسیله پرله پسې بریدونه وکړل.

ښاغلی پروشینکو به پلازمېنه کېیف کې د امریکا متحدو ایالتونو د مرستیال ولسمشر جوبایډن په ګډون د لسګونو بهرنیو لوړ پوړو مقاماتو شتون کې د پارلمان پرانیسته وکړي.

د روسیې استازیتوب به د دغه هېواد سفیر کوي، چې فبرورۍ کې د پخواني ولسمشر ویکټور یانکویچ، چې د ډېرو په اند روسي پلوه و، له لرې کېدو وروسته بېرته بلل شوی و.

تمه کېږي، ښاغلی پوروشینکو چې د خوږو یو مهم سوداګر هم دی، د اوسني بحران پای ته رسولو لپاره خپل پروګرام هم اعلان کړي.

د نوموړي په وینا د ولسمشر په توګه به یې لومړي سفر د هېواد بحران ځپلو ختیځو سیمو ته وي.

له دې مخکې د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو په يوه ګډه بيانيه کې روسيه د (اوکراين د ځمکنۍ بشپړتيا د سرغړونې د دوام له امله) وغندله او خبرداری يې ورکړی چې د نورو بنديزونو لګولو ته چمتو دي.

د برتانيا، جرمني، امريکا، ايټاليا، جاپان، فرانسې او کاناډا مشرانو د بروکسل، جي سیون په غونډه کې په یوه بيانيه کې ويلي و روسيې ته د سزا ورکولو لپاره د (هدفي بنديزونو ډېرېدو او معنا لرونکو اقداماتو) پورته کولو ته چمتو دي.

لويديځ هېوادونه روسيه تورنوي چې د اوکراين په ختيځ کې د ناکراريو په دوام کې لاس لري، خو مسکو دا تورونه ردوي

ورته مطالب