هند کې نامعلومې ناروغۍ ۱۹ ماشومان مړه کړي

د انځور حقوق Varsha Rani
Image caption ځايي رسنيو د ماشومانو مړينه څو برابره ښوولې، خو چارواکو تر اوسه نه ده تاييد کړې

د هند د شمال ختيځ ايالت بهار د مظفر پور ښار په دولتي روغتونونو کې د نامعلومې ناروغۍ له امله له تېرې ورځې (شنبه، ۷ جون) ماسپښين راوروسته ۱۹ ماشومان مړه شوي دي.

راپورونه وايي ۷۰ نور ماشومان په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، چې د ځينو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د روغتيا مرکزي وزير ډاکټر هرش وردهن د بهار او اترپردېش ايالتونو د روغتيا له مشرانو سره ليدلي او د دغې ناروغۍ په اړه يې جزييات ترې پوښتلي دي.

د معلوماتو له مخې نن يکشنبه د ډاکټرانو يو پلاوی مظفر پور ته ځي او د دوشنبې پر ورځ به د ناروغۍ په اړه خپل راپور مرکز ته ولېږي.

د بهار ايالت د روغتيا مشر ديپک کمارد ماشومانو مړينه تاييد کړې ده.

ده له بي بي سي سره په خبرو کې وويل: ''په دغه سيمه کې دا ناروغي له ډېرو کلونو راهيسې لېدل کېږي، خو په تېرو دوه درې کلونو کې دغې ناروغۍ د ډېرو ماشومانو ژوند اخيستی''.

ديپک کمار ويلي 'د ماشومانو د مړينې لړۍ د مې مياشتې په وروستيو کې پيل شوه. د دغې ناروغۍ لامل لا نه دی معلوم شوی، خو دوی يې ممکنه درملنه کوي'.

بل خوا د مظفر پور ولسوالۍ يو چارواکی وايي 'په مړو شويو ماشومانو کې له مظفر پور پرته د نورو څلورو ولسواليو د کليوالي سيمو ماشومان هم شامل دي'.

په ځايي رسنيو کې د دغې نامعلومې ناروغۍ له امله د مړو شويو ماشومانو شمېره څو برابره زياته ښوول کېږي.

د بهار چارواکي وايي د هغو ماشومانو مړينه له دوی سره ثبت ده، چې په دولتي روغتونونو کې مړه شوي دي.

خو وايي هغه ماشومان چې په کليو او شخصي روغتونونو کې مړه شوي وي، دوی يې په اړه معلومات نه لري.

ورته مطالب