د هند ۲۴ تفریح کوونکي محصلین ډوب شوي

د انځور حقوق Himachal Tourism
Image caption ناڅاپه د اوبو له ډېریدو سره ۱۸ هلکان او ۶ نجونې اوبو ته ولیدل.

د هند له حیدر اباده هماچل پریش ایالت منډي سیمې ته په تفریح تللي ۲۴ محصلین سند ته لوېدلي، چې د شپې د تیارې له کبله یې د موندلو هڅې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.

د دې سیمې مشر دیویش کمار بي بي سي ته وویل، دغو زده کوونکو له بیاس سند سره نژدې انځورونه اخیستل چې د لارجي بند نه ناڅاپه اوبه راخوشې شوې او زده کوونکي یې له ځانه سره واخیستل.

په بیاس سند کې د اوبو د سطحې له لوړېدو سره د مرستې چارې له ستونزو سره مخامخ شوې، چې تر اوسه هېڅ کوم یو نا درکه شوی زده کوونکی نه ده پیدا شوی.

دیویش کمار وویل، د ژغورنې لپاره بشپړ چموتوالی نیول شوی، خو د شپې د تیارې په خپرېدو سره د مرستو په چارو کې خنډ رامنځ ته شوی، په دې سیمه کې د زده کوونکو پلټل هم له خطر نه خالي نه دي.

نوموړی زیاتوي، ‎ په غرونو کې د واورې له ویلېدو سره د بیاس سند اوبه ډېرې شوې، موږ د بند د اوبو درولو لپاره یادونه ورته کړې.

د حیدر اباد د انجینیري پوهنتون محصلین د سیل او تفریح لپاره هماچل پردیش ته تللي وو.

د سیمه ییزې هندو ورځپاڼې خبریال کنور یوګندرا بي بي سي ته وویل، ۶۱ سیلانیان منډۍ سیمې ته تللي وو چې د ماښام په ۶ یا ۷ بجو یې د سند له غاړې سره انځورونه اخیستل، ناڅاپه د اوبو له ډېریدو سره ۱۸ هلکان او ۶ نجونې اوبو ته ولیدل.

ځايي پولیسو او چارواکو له دې پېښې سره اړونده مرسته کولو کې برخه اخیستې وه، چارواکو له منډې سیمې نه تر کولو سیمې پورې سرک بند کړی ۳۰ کیلومتره لرې پنډو بند یې د ډوبو شویو د موندلو لپاره تړلی دی.

د شپې د تیارې له کبله د مرستو په چارو کې ځنډ راغلی دی.

ورته مطالب