'داعش' جنګیالي د عراق موصل ته ننوتي

د انځور حقوق AFP
Image caption له نجف نه موصل ته پوځيان استول شوي.

په عراق او شام کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې سلګونو وسله والو د عراق نینوی ولایت مرکز موصل پر حکومتي ودانۍ برید کړی، خو والي یې تر کلابندۍ وروسته تښتېدلی دی.

برید د تېرې دوشنبې پر ماښام ناوخته وشو.

د نینوی والي اثیل النجیفي د برید پروخت په ودانۍ کې کلابند شوی و، خو وروسته په تېښته بریالی شو.

پولیسو د داعش د وسله والو پرضد دفاعي بریدوړنه وکړل، چې توغندي، بمونه، او درې وسلې یې پکې وکارولې.

اوس وسله وال بریدګر د موصل ښار پر لوېدیځه برخه واکمن دي، خو د جنوب لوري هغې اډې ته د پرمختګ په حال کې دي، چې ورڅېرمه یې پوځي هوايي ډګر او لوی زندان هم پراته دي.

والي النجیفي پر تلوېزیوني وینا کې د موصل له خلکو وغوښتل، چې د برید کوونکو پرضد خپله دفاع ټینګه کړي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، وسله والو په لارو کې سیمټي موانع درولي، چې په دې سره د پوځ د پرمختګ مخه ډب کړي.

په موصل کې د بي بي سي یوه خبریال وویل، وسله وال له یوه زندان نه د بندیانو په خلاصون وتوانېدل، او د موصل پر ګڼو نورو کلیو یې هم بریدونه وکړل.

رویټرز خبري اژانس ته د عراقي پوځ ځینو افسرانو ویلي، د عراقي ځواکونو روحیه کمزورې شوې، او د داعش د وسله والو پرضد چندان جګړه نه شي کولی.

د نینوی د پوځي عملیاتو د کنډک د یوه جګپوړي قومندان له قوله ویل شوي "که چېرې موصل کې امنیتي ځواکونه پیاوړي نه شي، تر څو ورځو پورې به دغه ښار په بشپړه توګه د داعش په لاس کې ولوېږي".

دی وايي چې د داعش وسله وال د الغزلاني پوځي اډې ته په درې کیلومتره واټن کې پراته دي.

د عراق د کډوالو چارو وزیر ویلي، د موصل له ښاره د ناامنیو له کبله تر ۳۸۰۰ ډېرې کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

ورته مطالب