د 'داعش' جنګیالیو د موصل ښار نیولی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د موصل اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې اورپکې ډلې وايي دوی د موصل آزادۍ ته راغلي او له هغه چا سره به جنګېږي چې پر دوی برید کوي.

اسلامپالو اورپکو په موصل ښار کې دمهمو ودانیو په نیولو سره د عراق د دویم لوی ښار کنترول خپل کړی دی.

تېره شپه په سلګونو وسله والو کسانو چې په راکټونو، نښه وېشتونکو ټوپکو او نورو وسلو سمبال وو په موصل ولایت کې دولتي ودانۍ ونیولې.

مخکې له هغه چې هغوی موصل کې زندان او پوځي هوايي آډې ته ورسېږي د پولیسو یو شمېر پوستې یې ویجاړې کړې.

د عراق د پارلمان ویاند ویلي چې "ترهګرو" اوس د ټول موصل کنترول خپل کړی چې دوی ورسره د جګړې په خاطر د دولتي ځواکونو غوښتنه کړې ده.

په تېرو څو اوونیو کې په عراق کې اسلامپالو ډلو او د هغو متحدینو پر لویو ښارونو او ښارګوټو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې یو شمېر کسان ووژل شول.

په بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي له تېرو شپږو میاشتو راهیسې اورپکي په غېر رسمي توګه پر نینوا ولایت کنترول لري او دغلته د توکو له لېږد رالېږد او سیمه ییزو خلکو نه د دوی د امنیت په خاطر پیسې اخلي.

اوس له پنځو ورځو سختې جګړې وروسته وسله وال وتوانیدل چې په موصل کې د مهمو ودانیو په نیولو د دغه ښار کنترول چې دوه میلیونه وګړي په کې ژوند کوي خپل کړي.

د دوشنبې په ورځ د نینوا ولایت والي اتیل النجیفي پر تلویزیون څرګند شو او د سیمې له خلکو یې غوښتنه وکړه چې مقاومت وکړي.

نوموړي وویل "زه په موصل کې پر نارینه وو غږ کوم چې د خپلو سیمو دفاع وکړي او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره ولسي کمېټې جوړې کړي."

خو د سې شنبې په ورځ د سیمې ګڼو اوسیدونکو رسنیو ته وویل چې پر دولتي دوانیو تور بیرغونه ځړېږي او اورپکي په لوډسپکرونو کې اعلانونه کوي چې هغوی د "موصل د آزادولو لپاره راغلي او یوازې به له هغو کسانو سره جنګېږي چې پر دوی بریدونه کوي."

مرسته

سیمه ییز دولتي مامورین وايي حالات کړکېچن دي او هېڅ څوک د دوی مرستې ته نه دي ورغلی.

دوی وايي په موصل کې نه پولیس شته او نه هم پوځ.

د عراق د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند شوی د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې منلې چې پوځیانو خپل ینفورمونه له ځانه لري کړي او له سیمې وتلي دي.

دغه چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند شوی ویلي چې اوس د موصل ښار د حکومت له کنتروله وتلي او د اورپکو په کنترول کې دی.

د عراق د پارلمان مشر اسامه النجیفي ویلي چې د امریکا له سفیر نه یې په دې برخه کې مرسته غوښتې ده.

نوموړي د عراق او کردستان پر سیمه ییز حکومت غږ کړی چې موصل ته له وسله والو ډلو سره د جګړې په خاطر ځواکونه واستوي.

په موصل کې د جګړې له امله وار دمخه ۴۸ زره کسان بي ځایه شوي دي.

تېرکال په عراق کې ۸۸۶۰ کسان وژل شوي وو.

ورته مطالب