پاکستان باید د ترهګرو په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي

د انځور حقوق AP
Image caption بان کې مون، پاکستان کې د ترهکریزو بریدونو ډېرېدو اندېښمن کړی دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون پر پاکستان حکومت غږ کړی، چې په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو او مذهبي سخت دریځو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

بان کي مون دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تېره یکشنبې په پاکستان کې دوه خونړۍ پېښې وشوې، چې د کراچۍ په هوايي ډګر برید کې ۲۸ کسان ووژل شول او په تفتان کې ۲۴ شیعه زیارت کوونکي د یوه بل ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شول.

بان کې مون د یکشنبې ورځې بریدونه په کلکه وغندل، او زیاته يې کړه چې پاکستان کې د ترهکریزو بریدونو ډېرېدو اندېښمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو د مشر په پیغام کې راغلي، پاکستانی حکومت د خپل ټولو وګړو مذهبي حقونه باید په پام کې ولري او په دې پېښو کې لاس لرونکي کسان باید محاکمه کړي.

په پاکستان کې تېرې یکشنبې د کراچۍ په نړیوال هوايي ډګر او د بلوچستان ایالت تفتان سیمه کې په شیعه زیارت کوونکو ترهګریز بریدونه وشول، چې د لسګونو کسانو ژوند یې واخیست. د پاکستان کراچۍ ښار پر نړیوال هوايي ډګر د تېرې یکشنبې له برید وروسته له یوې سړې خونې د هغو اوو کسانو مړي پیدا شوي، چې هلته د جګړې پرمهال بند پاتې وو.

د پاکستان دولتي پي ټي وي تلویزیون ویلي، د دغو کسانو مړي د سې شنبې پر ګهیځ راویستل شول.

دا مړي یې جناح روغتون ته لیږدولي دي.

د دې دولتي تلویزیون اړوند د ژغورنې دې عملیاتو ۲۷ ساعته دوام وکړ چې د پاکستان د پوځ یوې ډلې هم په کې برخه اخیستې وه.

ژغورونکې ډلې وویل، د سوځېدو له امله د دې مړو پېژنګلوي ګرانه ده.

ورته مطالب