د ''داعش'' مشر څوک دی؟

بوبکر البغدادي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د عراق د کورنیو چارو وزارت د بغدادي دا انځور د ۲۰۱۴ جنورۍ کې خپور کړ.

د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) مشر ابوبکر البغدادي هڅه کوله، چې په اړه او د اوسېدو د ځای په باب یې ډېر کم معلومات خپاره شي.

د هغه یوازې دوه تایید شوي انځورونه شته، هغه د القاعدې د مخکني مشر او بنسټګر اسامه بن لادن او اوسني مشر ایمن الظواهري خلاف وېدیويي پیغامونه نه خپروي، د ځینو رپوټونو له مخې، ان د هغه تر امر لاندې جنګیالي هم له هغه سره د لیدنې کتنې په اړه څه نه وايي.

پر دې سربېره، ظاهراً د داعش مشر خپلو پلویانو ته هم د وینا پرمهال خپل مخ پټ ساتي، له همدې کبله هغه په "نالیدلي شیخ" مشهور شوی دی.

خو په بغداد کې د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال فرانک ګارډنر وايي، البته دا د هغه لپاره یو مستعار نوم دی، چې د هغه د حفاظت او لا ښې ساتنې لپاره پرې اېښودل شوی.

د البغدادي مخکنی مشر ابو مصعب الزرقاوي، چې د مرګ تر ورځې پورې یې په عراق کې د تر ټولو خطرناکې ډلې مشري کوله، د عمر په وروستیو کې پټ شوی و، خو تر افشا کېدا وروسته د امریکایانو له خوا ووژل شو.

هغه په ۲۰۰۶ کال د امریکا په یوه برید کې ووژل شو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption داعش ډلې وړاندې د انبار، موصل او تکریت ښارونه ونیول.

په عراق کې د القاعدې شبکې د اوسني مشر په اړه ډېرې پوښتنې شته، خو زموږ د خبریال په وینا، د داعش اوسني مشر خپلې ډلې ته زرګونه نوي جنګیالي ورجذب کړي دي، چې د منځني ختيځ له ډېرو منظمو جنګېدونکو ډلو څخه ګڼل کېږي.

دقیق پلان جوړول

اټکل کېږي، چې بغدادي په ۱۹۷۱ کال د بغداد شمال سامراء ښار کې زیږېدلی. د رپوټونو له مخې، هغه په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا د یرغل پرمهال د ښار د یوه جومات مذهبي امام و.

ځینې پر دې باور ديو چې هغه د صدام حسین د حکومت پرمهال یو جهادي مشر و. ځینې نور بیا وايي کله چې نوموړی د بوکا په زندان کې څلور کاله بندي و، سخت دریځي یې لاپسې ډېره شوه.

بوکا زندان او پوځي اډه د عراق په جنوب کې پرته ده، چې امریکایانو تر ډېره هلته د القاعدې نیول شوي مشران بندیان کړي وو.

هغه په ۲۰۱۰ کال په عراق کې د القاعدې مشر شو. د عراق القاعده هغه ډله وه، چې ورسته د داعش په نامه بدله شوه. بغدادي په سوریه کې د نصرت جبهې د یوځال کولو په هڅه کې نور رول پیدا کړ.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امریکا د بغدادي پر سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې ده.

هغه د القاعدې له اوسني مشر ایمن الظواهري سره بیعت نه دی کړی. ظواهري له داعش غوښتي وو چې پر عراق خپل پام ورټول کړي او سوریه د نصرت جبهې ته وسپاري.

بغدادي او جنګیالي یې په ښکاره له ایمن ظواهري سرغړونه کوي، چې د ډېری شنونکو په وینا، بغدادي اوس د اسلامپالو سخت دریځو له ډېر ملاتړ او واک څخه برخمن شوی دی.

په واشنګټن پوست کې ډیویډ ایګنیشس لیکي: "شاید د داعش مشر ابوبکر البغدادي د القاعدې شبکې د پخواني مشر اسامه اصلي ځایناستی وي".

الظواهري لاهم د خپلو استازو او نژدې کسانو په پاکستان، عربستان او شمالي افریقا کې د خپلو مینه والو منځ کې محبوبیت لري، خو بغدادي په لا ډېر دقیق پلان جوړولو، ښه جنګي تاکتیک او مدیریت شهرت لري.

شنونکي وايي، دا ځانګړتیا د دې لامل شوې، چې له داعش سره د نوي نسل ډېر زلمي جنګیالي یوځای شي.

د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې امریکا په رسمي توګه بغدادي "ترهګر" وباله او د هغه په اړه یې هر هغه چا ته د لسو میلیون امریکايي ډالرو د انعام ورکولو اعلان وکړ، چې په اړه یې معلومات لري او یا یې معلومات د هغه د مرګ لامل شي.

خو لا تر اوسه د بغدادي ځای ځایګی هېچا ته نه دی مالوم، خو ځینې رپوټونه ادعا کوي چې ګني هغه د سوریې رقه ښار کې دی.

ورته مطالب