وسله والو د عراق صلاح الدین ځینې سیمې نیولې

Image caption د داعش جنګیالي د پلازمېنې بغداد پر لوري د خوځښت په حالت کې دي

په داسې حال کې چې د عراق پارلمان په هېواد کې د بېړنیو حالاتو د اعلانولو لپاره د غونډې په جوړولو نه دی توانېدلی، د بغداد شمال کې د صلاح الدین ولایت ځینې سیمې د پوځ تر وتلو وروسته وسله والو نیولې دي.

اټکل و، چې نوري المالکي به پارلمان کې بېړنی حالت اعلان کړي.

د عراق کردي ځواکونو ویلي، له شمالي کرکوک ښار نه د پوځ تر وتلو وروسته دوی دغه ښار نیولی دی.

بل خوا، د داعش جنګیالي د پلازمېنې بغداد پر لوري د خوځښت په حالت کې دي.

د کردي ځواکونو ویاند جبار یاور رویټرز خبري اژانس ته ویلي "د کرکوک ښار ټول کنټرول د کردي 'بشمرکه' په لاس کې دی، هېڅ عراقي ځواکونه په کرکوک کې نه شته".

کردي جنګیالي د هغو سني جنګییالیو (داعش) پرضد راپاڅېډلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د عراق موصل او تکریت ښارونه ونیول.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د عراق او شام اسلامي حکومت اورپکې ډلې له خوا د موصل او تکریت ښارونو نیول غندلي دي.

امنیت شورا واييو په موصل کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی، ځکه چې له دغه ښاره تر نیم میلیون ډېر وګړي کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي ژمنه کړې ده، چې د داعش وسله والو د بریدونو څپې به له منځه یوسي، او د پوځ هغه قومندانان به تعقیب کړي، چې له موصل او نورو سیمو له مقاومت پرته تښتېدلي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption له موصل نژدې نیم میلیون وګړي له دې ښاره وتلي

د داعش اورپکو اوس په تکریت کې پښې ټینګې کړې دي، تکریت د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د زوکړې ځای دی، چې د تېرې سې شنبې په ورځ تر موصل وروسته د داعش اورپکو یې د نیولو لپاره د موزو مزي کش کړل.

موصل د عراق دویم لوی نینوی ولایت مرکز دی.

خو تکریت بیا له پلازمېنې بغداد نه شمال لوري ته شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره لیرې پروت دی.

داعش له القاعدې شبکې سره تړلې اورپکې ډله ده، چې د سوریې له ختیځ څخه یې د بریدونو لړۍ د عراق مرکزي سیمو او لوېدیځ ته غځېدلې ده.

دغه ډله په سوریه او عراق کې د سخت دریځو سني اسلامپالو ډلو یوه ټولګه ده، چې ظاهراً یې د اسلامي حکومت جوړول دي.

"سامراء په خطر کې"

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې چارشنبې په ورځ پخپله یوه ویناپاڼه کې ویلي وو چې "امنیت شورا په موصل کې وروستۍ پېښې په کلکو ټکو غندي".

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې "له عراق سره د مرستې لپاره لاسونه سره یو کړي او ددغه خطر مخه ونیسي".

د انځور حقوق AFP
Image caption د موصل مقاومت هغه مهال مات شو چې ځینې قومندانان له مقاومت پرته وتښتېدل
د انځور حقوق AFP
Image caption ملګرو ملتونو له تکریت او موصل ته د خلکو پر وتلو اندېښنه ښوولې
د انځور حقوق AFP
Image caption داعش جنګیالي د القاعدې یوه ډله ده، چې سوریه او عراق کې اسلامي حکومت غواړي

امنیت شورا د هغو سلګونو زرو عراقیانو په اړه هم اندېښنه ښوولې، چې له موصل او تکریت نه د سرپناه په لټه کې له خپلو مېنو وتلي او د وتلو په حال کې دي.

اوس ویل کېږي، چې د داعش جنګیالي د سامراء ښار پولې ته هم نژدې شوي، چې له بغداده ایله ۱۱۰ کیلومتره لیرې دی.

حکومتي ځواکونو د داعش د پرمختګ مخنیوي لپاره هوايي بریدونه پیل کړي، او ظاهراً یې سامراء ته د هغوی د ننوتلو مخه نیولې ده.

خو داعش وايي چې "سپېڅلی خوځښت یې د درېدو نه دی".

بل خوا، امنیت شورا ویلي چې په موصل کې د ترکي کونسلګرۍ ځینې غړي تښتول شوي.

یو بل راپور وايي، چې په موصل کې وسله والو ۵۰ ترکي وګړي تښتولي، چې په موصل کې عمومي کونسل هم پکې دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر داود اوغلو ویلي، که چېرې یې کوم هېوادوال ته زیان ورسیږي، په کلکه به یې دفاع وکړي او سخت غبرګون به وښيي.

له موصل او تکریت نه راپورونه وايي، چې د داعش اورپکو سړکونه بند کړي، خو د شیعه ګانو په ګډون یې وګړو ته ډاډ ورکړی، چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي، ځکه چې دوی له عامو خلکو سره سروکار نه لري.

رویټرز د موصل د یوه وګړي له خولې ویلي "موږ ته یې وویل چې ونه وېرېږو، دوی دلته یوازې موږ له ظلم او تېري د خلاصون لپاره راغلي، خو موږ وېره لرو، نه پوهېږو چې دوی څوک دي".

د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري ویلي هېواد یې "له یوه لوی خطر سره مخامخ شوی"، خو د بغداد له مرکزي حکومت او د کردستان له ولایتي ادارې یې د وسله والو د مخنیوي لپاره د هڅو د چټکولو غوښتنه کړې ده.

نړیوال غبرګونونه

د امریکا حکومت له عراق سره د القاعدې د "داعش" جنیګالیو پرضد د هر راز مرستې د لاس اوږدولو غوښتنه کړې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption داعش ډلې د موصل خلکو ته ویلي چې ارام ژوند وکړي
د انځور حقوق Twitter
Image caption له موصل او تکریت نه خلک په هره ممکنه وسیله وځي
د انځور حقوق Reuters

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له عراقي او ترکي حکومتونو سره په اړیکو کې ديو چې له دوی سره څه ډول مرستې وکړي.

ایران، چې د المالکي کلک ملاتړی دی، د جهادیانو د مخنیوي لپاره د نړیوالو ګامونو اخیستو غوښتنه کړې.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ ویلي، په عراق کې جګړه له ګاونډي سوریې نه د جګړې د اور له لمنې پیدا شوې ده.

ورته مطالب