نرغوماشی ملاریا ختمولی شي

د انځور حقوق AFP
Image caption یوازې مونث غوماشي انسانان چیچي او د ملاریا لامل کیږي

ساینس پوهانو د ملاریا ناروغۍ د کابو کولو په موخه د غوماشو داسې ډولونه رامنځته کړي چې ۹۵ سلنه به یې نارینه بچیان زیږوي.

دوی وايي، د عامو غوماشو په منځ کې د دا ډول غوماشو ورګډول به د مونثو غوماشو شمېر کې به کمی راولي او د دوی د ډېریدو مخنیوی به وکړي.

په دې سیستم کې دوی د ایکس (X) ګروموزوم په سپرم کې کمښت راوستلی چې د مونثو غوماشو په پيدا کیدو کې کمی راشي.

نیچر کمیونیکیشنز(د طبیعت اړیکې) په نوم جریدې کې په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي چې په چاپېریال کې د دې ډول غوماشو په خپریدو سره به ملاریا خپرونکي غوماشي کمې شي.

که څه هم د دې تجربې عام کول به یو څه وخت ونیسي خو څیړونکي وايي، دا د ژینتګ کنترولول یو ډېر اړین کام و چې پورته شي.

د ملاریا ناروغۍ د غوماشو د چیچلو له امله خپریږي له دې بد مرغۍ نه د خلاصون لپاره د تر سره شو اقداماتو سره سره بیا هم هر کال په سلګونه زره خلک د دې ناروغۍ له امله مړي.

دوی په غوماشو کې د سپرم جوړولو په پړاو کې هغه ماده ورسره شاملوي چې ایکس کروموزم په نښه کوي او تر دې حده یې له منځه وړي چې په هیڅ کې حساب کیږي په پای کې ۹۵ سلنه مذکر غوماشي رامنځته کیږي.

مهمه خبره دا ده چې په سپرم کې دا بدلون په ارثي ډول لیږدول کیږي هم، او نارینه غوماشي خپلو یو شمېر بچیانو ته دا اثر لیږدولی شي.

د دې مطلب دا دی، که چیرې دا مصنوعي القاح شوي غوماشي د غوماشو په ځایونو کې خپاره شي نو داسې وخت را تلی شي چې یوازې مذکرغوماشي پیداشي او دا به د دوی د نسل د ختمیدو لامل شي.

څیړونکی کریسانتي وايي، چې دا کار به ډېر ګټور وي څکه چې یوازې مونث غوماشي انسانان چیچي او که چیرې د مونثو غوماشو په شمېر کې کمښت راشي نو د ملاریا په خپریدو کې به هم کمی راشي.

ورته مطالب