اوباما: عراق کې پر ټولو غوراويو فکر کوو

د انځور حقوق AFP
Image caption د عراق او شام اسلامي دولت 'داعش' ډلې په مشرۍ اورپکي هڅه کوي چې د پلازمېنې بغداد پر لوري پرمختګ وکړي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي حکومت يې د اسلامپالو جنګياليو 'داعش' پر وړاندې د عراق له حکومت سره د پوځي اقدام په ګډون په ټولو غوراويو فکر کوي.

خو سپينه ماڼۍ لا هم ټينګار کوي، چې عراق ته د ځمکنيو ځواکونو استولو لېوالتيا نه لري.

امريکا دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې د چټک پرمختګ په پايله کې موصل او تکرېت د سني اسلامپالو په لاس کې کېوتل.

امريکا اوس په دفاعي برخه کې د عراق له امنيتي ځواکونو سره د سيمو د خوندي کولو لپاره کار پيل کړی دی.

د امريکا د دفاع وزارت چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې د بلاد هوايي ډګر سلګونه کسان بغداد ته لېږدول شوي دي.

د عراق او شام اسلامي دولت 'داعش' ډلې په مشرۍ اورپکي هڅه کوي چې د پلازمېنې بغداد پر لوري پرمختګ وکړي.

ناتاييد شويو راپورونو د پنجشنبې پر ورځ وويل، عراقي ځواکونو په موصل او تکريت کې وسلوالې ملېشې په نښه کړې دي.

خبريالان وايي که داعش په موصل خپل کنټرول ټينګ کړي نو دا به د دوی د دې هدف لپاره چې په عراق او سوريه کې اسلامي امارت جوړوي يو ستر ګام وي.

د داعش په اړه هغو راپورونو وېره زياته کړې، چې ګواکې صدام حسين ته د وفاداره ګوند بعث پلويان هم له دغو جهاديانو سره يو ځای شوي دي.

د صدام حسين په اصلي ټاټوبي تکريت کې يوه اوسېدونکي ويلي، هغه مهال چې امنيتي ځواکونه له ښار نه وويستل شول جنګياليو سره د پخواني ديکتاتور پوسترونه و.

د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتو امنيت شورا د 'ترهګرۍ ضد جګړه' کې په پراخه کچه دعراقي حکومت او خلکو ننګه وکړه.

تر دې وړاندې دغې شورا ويلي و، د موصل په شاوخوا کې چې ۵۰۰زره کسان د جګړې له وېرې وتښتېدل بشري وضعيت ښه نه دی، او هره شېبه مخ په خرابېدو دی.

ورته مطالب