سعوديان، د انټرنټ وږی قوم

د انځور حقوق Getty
Image caption د سعودي نژدې ۷۵ سلنه وګړي سمارټ يا ځيرک ټيليفونونه لري

په سعودي عربستان کې خلک پر تيليفون دومره پيسې لګوي، چې د خپلې تنخوا دريمه برخه يې يوازې د تيليفون او انټرنټ په کرېډټ ځي.

د 'عرب نيوز' په نوم وېبپاڼې د راپور پر بنسټ په سعودي کې د مصرف کوونکو د يوې ادارې له معلوماتو دا جوتېږي، چې د سعودي خلک په منځنۍ کچه د لاس ته راوړو پيسو ۳۰ سلنه يو له بل سره د اړيکو په ټينګولو لګوي.

ځينې داسې کسان هم شته چې له نيمې ډېره تنخوا يې په دې برخه کې ځي او يو، نيم خو داسې هم په کې شته چې کابو ۷۰ سلنه پيسې يې يوازې پر ټيليفون او انټرنټ لګېږي.

د ګوګل د يوې سروې له مخې د سعودي عربستان د نفوس نژدې ۷۵ سلنې خلکو سره سمارټ يا ځيرک ټيليفونونه شته.

د سعودي د مصرفوونکو د يوې اتحاديې مشر ناصر التوايم په دې اند دی، چې پر تيليفون د دومره زيات لګښت لامل يوازې دا نه دی، چې سعوديان پر ټيليفون ډېرې خبرې کوي.

دی وايي د دې يو لامل دا هم دی، چې سعودي عربستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې د ټيليفون خدمتونه په کې ډېر ګران دي.

په سعودي عربستان کې د ټيليفون ډېری کمپنۍ په يوه دقيقه ۰،۳۵ رياله چارجوي، چې شاوخوا پنځه افغانۍ کېږي.

پر همدې مهال د سعودي عربستان عام خلک نه پوهېږي، د انټرنټ اسانتياوې او د رومېنګ سيستم له دوی نه څومره پيسې اخلي.

د سعوديانو په اړه ويل کېږي چې دوی د 'انټرنټ وږی' قوم دی، ځکه هغه ازادي چې د ټولنيزو رسنيو له لارې ترلاسه کوي، هغه د دوی په عادي ژوند کې نه شته.

د دې خبرې اندازه له دې معلوميږي، چې په ۲۰۱۳ کال کې په سعودي عربستان کې د ټوټير کاروونکو ۱۵۰ ميليونه ټويټ کړي وو.

ورته مطالب