ایران دوه عرب بندیان په پټه اعدام او خښ کړي

علي چه بیشاط او خالد موسوي د انځور حقوق Presstv
Image caption علي چه بیشاط او خالد موسوي د ملي امنیت ګډوډلو په تور مجرم پېژندل شوي او اعدام شوي.

د بشري حقونو فعالانو په ایران کې د دوو عرب سیاسي بندیانو په پټه اعدامېدل غندلي.‌ ویل کېږي چې د علي چه بیشاط‌او خالد موسوي مړي د هغوی د کورنیو له خبرولو پرته خښ کړل شوي دي.

له ایرانه رپوټونه وايي، چې دوه عرب سیاسي بندیان په پټه اعدام شوي او مړي یې د کورنیو له خبرولو پرته خښ کړل شوي دي.‌

علي چه بیشاط او خالد موسوي د تېرې پنجشنبې په ورځ‌ (غبرګولی ۲۲) د ایران په لوېديځ خوزستان کې اعدام او مړي یې خاورو ته په پټه سپارل شوي دي.‌

د بشري حقونو فعال کریم دحیمي بي بي سي ته وویل،‌ ددغو دو عربانو د اعدام په اړه د ضد او نقیض خبرونو تر خپرېدو او اعدام وروسته د بیشاط‌ ورور د هغه د اعدام په اړه خبر کړل شوی‌چې د خښولو مراسمو لپاره یې وروستي دیدن ته ۲۰۰ کیلومتره واټن ووهي.‌

د ایران د عربانو د بشري حقونو یوه عال یاسین اهوازي غبیشي ویلي، د اعدام شویو کسانو کورنیو ته ګواښونه شوي، چې په ډېره کوچنۍ کچه د خپلو اعدام شویو عزیزانو د غمشریکۍ مراسم جوړ کړي او ډېر خلک ورونه غواړي.‌

خوزستان کې وروستي اعدامونه

  • ۱۳۹۱:‌ عباس حیدریان،‌ طه حیدریان،‌ عبدالرحمن حیدریان او علي نعامي.
  • ۱۳۹۲:‌ غازي عباسي، عبدالرضا امیرخنافره،‌ عبدالامیر مجدمي او جاسم مقدم پناه- هادي راشدي،‌هاشم شعباني.
  • ۱۳۹۳:‌ علي چه بیشاط او خالد موسوي

ښاغلی چه بیشاط‌ او ښاغلی موسوي په ۱۳۹۲ کال د ملي امنیت پروړاندې د جګړې او له ګازو د یوې ډبې په ګټې اخیستو د یوې چاودنې لپاره د چاودېدونکو توکو د کارولو په تور نیول شوي وو،‌ چې بیا وروسته په اعدام محکوم شول.‌

خو د بشري حقونو مدافعین وايي، دغه دوه بندیان تر ځورنې او ربړونې لاندې په زور اعتراف ته اړ کړل شوي دي.‌

دواړه اعدام شوي کسان تر اعدامېدو مخکې یوه نامالوم ځای ته وړل ووي دي.

ښاغلی دحیمي وايي، د ۲۰۱۲ په جولای کې د خوزستان له عربو فعالانو سره د حکومت چلند د مېرې په څېر سخت او دوه ګونی شو،‌ تر هغه چې ۱۲ سیاسي بندیان یې اعدام کړل.‌

دی وايي،‌د محمود احمدي نژاد د واکمنۍ پرمهال څلور کسان اعدام شول،‌ خو واک ته د روحاني تر رسېدو وروسته په اوسني نظام کې اته نور کسان اعدام شول.‌

دحیمي زیاتوي،‌ اهواز ته د ښاغلي روحاني تر سفر کولو وروسته،‌ ۵۲ کسان ونیول شول،‌ چې ۴۴ یې بېرته خوشي شول.

تېره میاشت خوزستان ته د روحاني د سفر په لړ کې مظاهرې وشوې.‌

ورته مطالب