د برتیانیا ملکې لخوا جولي ته غوره لقب ورکړل شو

Image caption انجیلینا جولي: پوهیږم خپلو موخو ته رسیدل یوعمر نیسي او زه به خپل ټول ژوند ورته ځانکړی کړم

د برتانوی ځوان خیریه کارکونکی استیون ساتن، انجلینا جولي، وتلي هنرمند دانیل دي لوییس او برتانوۍ لیکوالې هیلری منتل نومونه د هغو کسانو په لړ کې راغلي چې سږ کال یې د برتانیا له ملکې نه ځانګړي نښانونه تر لاسه کړل.

د برتانیا ملکه الیزابت، هر کال د خپلې کلیزې پر مهال د بېلا بېلو شخصیتونو فعالیتونو د درنښت لپاره هغو ته بېلا بېلې نښې او نښانونه ورکوي. ډېری دغه کسان چې دغه نښانونه تر لاسه کوي ډېر پيژندل شوي کسان نه وي، خو فعالیتونه یې د قدر وړ وي.

د ۲۰۱۴ کال اوږدو کې ۱۰۱۴۹ کسانو د ملکې لخوا دغه نښانونه تر لاسه کړل. له دغې ډلې نه یو یې هم برتانوی ځوان اسټیون ساټن دی، چې د سرطان په ناروغۍ اخته و. د خپلې ۴ کلنې ناروغۍ په بهیر کې یې وکولای شول، چې ۴ میلیونه او ۲۰۰ زره پونډه د هغې خیریه موسسې لپاره بسپنه وکړي، چې د سرطان له ناروغانو سره مرسته کوي. نوموړي تېره میاشت په ۱۹ کلنۍ کې له مړېنې مخکې د خدمت ځانکړی نښان د بریتانیا له ملکې نه تر لاسه کړ.

وتلي هنرمند دنیل دی لوییس، له ملکې الیزابت نه ځانګړی لقب تر لاسه کړ. هغه لومړنی کس دی چې تر اوسه یې درې ځلې اوسکار جایزه تر لاسه کړې.

انجلینا جولی، هم د خپلو ځانګړو خدمتونو لپاره چې په جګړه ځپلو سیمو کې یې د جنسي تاوتریخوالي مخنیوي لپاره تر سره کړي، د مېرمنې افتخاري لقب( dame) تر لاسه کړ.

هغې د دې لقب د ترلاسه کولو په اړه وویل، د جنسي تاوتریخوالي په وړاندې غبرګون څرګندول او له داسې کسانو سره مرسته کول چې جنسي تېری پرې شوی وي په خپله یو ویاړ دی. نوموړې زیاته کړه، پوهیږم خپلو موخو ته رسیدل یوعمر نیسي او زه به خپل ټول ژوند ورته ځانکړی کړم.

برتانوۍ لیکوالې هیلاری منتل هم د مېرمنې افتخاري نښان تر لاسه کړ. د بي بي سي نړیوالو چارو خبریال لیز دوسیت هم د برتانیا د امپراتورۍ نښان تر لاسه کړ.

ورته مطالب