اسراييلو ۸۰ فلسطینیان نیولي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسراییلو حکومت پرون ( د جون ۱۴ ) ادعا کړې وه چې دا درې کسان د یوې تروریستي ډلې لخوا تښتول شوي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د فلسطین اسلامپالی غورځنګ حماس له لوېدیځې غاړې نه د پنجشنبې په ورځ د دریو اسراییلي ځوانانو په تښتونه تورن کړی دی.

نوموړي ویلي، چې دی د فلسطین ولسمشر محمود عباس د دغو زلمو د خوندیتابه مسؤول ګڼي، ځکه نوموړي په دې وروستیو کې له حماس سره یو ګډ حکومت جوړ کړ.

اسراییلي پوځ د دغو هلکانو د لټون په ترڅ کې لسګونه فلسطینیان نیولي دي.

ورک شوي اسراییلیان په وروستي ځل د بیت المقدس او الخلیل ترمنځ د یهودي مېشتځایونو په یوه سیمه کې لیدل شوي وو.

درې د دیني علومو زده کوونکي چې دوه کسه یې ۱۶ کلن او بل يې ۱۹ کلن دی، د پنجشنبې په ورځ یوې یهودي مېشتې سیمې ته نژدې چې د اسراییلو لخوا نیول شوي، د الخلیل په شمال کې نادرکه شوي.

د فلسطینانو پر کورونو تر نیمې شپې مهاله د چاپو وهلو لړۍ روانه وه. د اسراییلو حکومت پرون ( د جون ۱۴ ) ادعا کړې وه چې دا درې کسان د یوې ترهګرې ډلې لخوا تښتول شوي دي.

فلسطیني چارواکو د دې وګړو د موندلو په مرسته کې خپله همکاري اعلان کړې وه، خو ویلي یې و، چې دا درې تنه په هغه سیمه کې نادرکه شوي چې د اسراییلو تر بشپړ کنټرول لاندې ده.

د اسراییلو ځواکونو په خپله یوه اعلامیه کې، جلعاد شالیط ته په اشارې سره چې نوموړی اسراییلي سرتېری په ۲۰۰۶ کال کې نیول شوی و، ویلي چې کېدای شي دا درې کسان يې د فلسطیني زندانیانو د تبادلې لپاره نیولي وي.

د حماس ډلې جلعاد شالیط په ۲۰۱۱ کال کې له اسرايیلو سره د یوې هوکړې له مخې د ۱۰۰۰ فلسطینیانو په بدل کې خوشی کړ.