له غږه چټک موټر چمتو کېدو ته نژدې شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption دا موټربه په ۲۰۱۶ کال کې زر کیلومتره په ساعت کې د چټکې ځغاستې ریکارډ جوړ کړي

بریتانیا کې له اواز نه د چټک چلیدونکي یا سوپر سونک موټر(بلډ هاونډ) د چلوونکي کېناستو برخه هم چمتو او ورپورې ونښلوله شوه. موټر چلونکی اینډی ګرین چې پر ځمکه د دې موټر د چلولو په وسیله به د خپل ریکارډ ماتولو هڅه وکړي، دغه ګاډی په یوه ساعت کې خپل ( زر کیلومتره دفتر بولي.)

په بشپړه توګه د بلډ هاونډ رغولو لپاره د یوه کال مودې ته اړتیا ده. پریکړه شوې چې دا موټر به په ۲۰۱۵ کال کې سوېلي افریقا ته یوړل شي، هلته به د موټر چټک چلولو اوسنی ریکارډ پرې مات کړل شي، چې په یوه ساعت کې ۷۶۳ کلومیټره دی. دا موټربه په ۲۰۱۶ کال کې زر کیلومتره په ساعت کې د چټکې ځغاستې ریکارډ جوړ کړي. بلډ هاونډ کې د موټر چلوونکي کېناستو ځای دومره تنګ نه دی لکه د لومړۍ فورمولې نومي موټر کې د موټر چلوونکو ځای دی. د دې موټر وزن تقریبا ۲۰۰ کیلو ګرامه دی او دا له کاربن فایبر نه جوړ شوی. د دې موټر سیټ د چلونکي اینډی ګرین د بدن په اندازه جوړ شوی او اسټرینګ یې هم د هغه د لاسونو په اندازه جوړ شوی دی. اینډي بي بي سي ته وویل، ګړنديو موټرو کې د اسټرینګ کارېدنې اړتیا ډېره وي. پر مرکزي ښیښه سپیډو میټر لګېدلی وي، چې موټر چلوونکي ته معلوموي، کله د چټک تګ لپاره راکیټ وکاروي او کله د بریک نیولو لپاره له پراشوټ نه کارواخلي. اینډی ګرین وویل، دا موټر چې زه به يې زر کیلومتره په ساعت کې چلوم باید د هرې پرزې په اړه يې باور ولرم او دا د موټر په چټکتیا، خوندیتوب، سموالی او کنترول پورې اړه لري. د پني چمتو شوی ټایمر هم پکې لګېدلی.

ورته مطالب